1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوه ډله افغان مېرمنو په کولن ښار کې د نه خوړو اعتصاب کړی دی

۱۴۰۲ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

يو شمېر افغان مېرمنو په افغانستان کې د طالبانو له خوا له ښځو سره د «جنسيتي اپارتاید» په اعتراض کې د آلمان په کولن ښار کې د نه خوړو اعتصاب کړی دی. ېوې ګډونوالې تېره ورځ وويل چې د ۱۶ مېرمنو له ډلې اوس يوازې درې ېې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/4VxaQ
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې د آلمان په کولن ښار کې په افغانستان کې د افغانانو د حقونو له پاره اعتراض
د آرشیف انځور - د ۲۰۲۳م کال په مارچ میاشت کې د آلمان په کولن ښار کې په افغانستان کې د افغانانو د حقونو له پاره اعتراض انځور: Ying Tang/NurPhoto/IMAGO

د اعتصاب کونکو مېرمنو له ډلې زرمينه پرياني، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «نن ورځ ښځې په افغانستان کې ښوونځی، پوهنتون، موټر او رېستورانټونه نه لري، هر څه پرې ممنوع شوي دي.»

پریاني د پنځو خويندو څخه يوه ده چې په ۲۰۲۲م کال په کابل کې د اعتراض کولو په دليل د طالبانو له خوا ونېول شوه، چې بیا تر هغه وروسته آلمان ته راغلې ده.

د نوموړې بلې خور تمنا پریاني، هم د نه خوړو په دغه اعتصاب کې چې په پام کې ده دولس ورځې به ادامه ولري، ګډون کړی دی.

نوموړې پر اکس شبکې چې پخوا په ټوېټر يادېده، يو انځور خپور کړی چې یو بنر هم په کې تر سترګو کيږي. پر دغه بنر ليکل شوي چې «افغانستان باید د داسې يو هیواد په توګه چې جنسيتي اپارتاید په کې شتون لري، وپېژندل شي.»

زرمينه پرياني وويل چې طالبانهره ورځ سياستوال او د بشري حقونو فعالان نيسي، شکنجه کوي او وژني ېې... خو نړۍ خاموشه ده.»

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د بيا واکمنېدو را وروسته، له اسلام څخه د خپل تفسير مطابق پر ښځو سخت محدوديتونه لګولي
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د بيا واکمنېدو را وروسته، له اسلام څخه د خپل تفسير مطابق پر ښځو سخت محدوديتونه لګوليانځور: AFP/Getty Images

هغې زیاته کړه چې د نه خوړلو دغه اعتصاب څلور ورځې مخکې شپاړس مېرمنو د آلمان په ستر غربي ښار کولن کې پيل کړی، خو د دوشنبې په ورځ ېې له ډلې څخه يوازې درې تنه پاتې دي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان د بيا واکمنېدو را وروسته، له اسلام څخه د خپل تفسير مطابق پر ښځو سخت محدوديتونه لګولي کوم چې ملګري ملتونه ېې «جنسيتي اپارتاید» بولي.

طالبانو نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او همدارنګه پوهنتونونو ته له تلو منع کړي دي. دوی همدارنګه ښځې له کار کولو هم منع کړي چې له مخې ېې په زرونو ښځې چې پخوا ېې په دولتي ادارو او یا د ملګرو ملتونو اړوند موسساتو او انجوګانو کې کار کاوه، له کاره منع او په کور کېنولي دي.

خو طالب مشران بیا استدلال کوي چې دوی د اسلامي شریعت پر اساس د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي او ښځو ته درناوی کوي. د طالبانو رهبر، ملا هيبت الله اخوندزادهسږکال خپل اختریز پيغام کې ويلي وو چې «د اسلامي امارت په حاکمیت سره د مېرمنو د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ورکولو په شمول له نورو ګڼو رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په خاطر لازم اقدامات ترسره شوي دي او ټول شرعي حقوق يې تأمین شوي دي.»

هغه وخت د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو استازې، روزا اوتونبايوا، ويلي وو ترڅو چي د ښځو پر حقونو محدوديتونه همداسي پاته وي، د نړيوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسميت پيژندل «تقريباً ناممکن» دي.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: