يونيسف: خوارځواکي د اتو ميليونو ماشومانو ژوند ګواښي
۱۴۰۱ تیر ۲, پنجشنبهد ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې يونيسف د پنجشنبې په ورځ په خپاره شوي خپل تازه رپوټ کې ويلي دي چې خوارځواکۍ د روان کال له پېل راهيسې نور ۲۶۰ زره ماشومان اغیزمن کړي دي.
په دې رپوټ کې ويل شوي دي چې لا دمخه ۸ ميليونه ماشومان چې لا پنځه کلن شوي نه دي، د سختې خوارځواکۍ له کبله د مرګ له خطر سره مخ دي.
زياته شوې چې د دې ماشومانو زياتره یې په ۱۵ هغو هيوادونو کې دي چې د خوراکي توکو او دارو درملو له شديد کمښت سره مخامخ دي. له دې بحران سره په مخامخ هېوادونو کې افغانستان، ايتوپيا، هايتي او يمن هم شامل دي.
خوارځواکي د بدن د معافيتي سيسټم د کمروزي کیدو باعث ګرځي چې دا په هغو ماشومانو کې چې لا پنځه کلن شوي نه وي، د مرګ خطر د ښو تغذيه شويو ماشومانو په پرتله ۱۱ چنده زياتوي.
مرستندويه سازمانونه: په افغانستان کې د سينه بغل ناروغي ډېره شوې
د ملګرو ملتونو د دې ادارې په رپوټ کې راغلي دي چې خوارځواکۍ د ۲۰۲۲م کال له پېل راهيسې ۲۶۰ زره نور ماشومانو هم اغیزمن کړي دي. زياته شوې ده چې د اوکراين د جګړې او د پرله پسې وچکالۍ له کبله چې د اقليم بدلون یې لامل دی، د خوراکي توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي دي.
رپوټ وايي چې پر اقتصاد د کوويد – ۱۹ وبا اغیزې هم د دې لامل شوي چې په ماشومانو کې خوارځواکي ډېره شي.
«نور وخت له لاسه نه شو ورکولی»
یونيسف وايي چې د دغه بحران سره د مبارزې له پاره د مرستې د ۱،۲ ميلياردو ډالرو يوې بستې ته په عاجله توګه اړتيا ده. د يونيسف اجرائيوي مشرې کاترين رسل، وويل چې د نړۍ اوه مخکښ هيوادونه به ډېر ژر د «جي ۷» «د وزيرانو په کچه غونډه کې د ګډون له پاره په آلمان کې سره راټول شي او دغه هيوادونه د دې ماشومانو د ژغورنې له پاره يوه نادره موقع په لاس کې لري.»
هغې وويل: «د ضايع کولو له پاره نور وخت نه لرو. د قحطۍ اعلان ته انتظار په دې معنا ده چې د دې ماشومانو مړینې ته انتظار وشي.»
ب. ص/ ن. ز (dpa, AFP)
زموږ له آرشيف څخه: