ویرونکی حریف
د فوټبال په اروپايي سياليو کی د جرمنی له پاره وروستی حریف تر ټولو خطرناک دی. ښايي بیا هم جرمني له ایټالیا څخه لوبه و نه گټي. جرمني تر اوسه له ايټاليا هيڅ لوبه گټلې نه ده.
ډاروونکی بیلانس
په اصل کي جرمني له ایټالیا څخه لوبه نه سي گټلای. دغه دوه ټیمونه اته واره په اروپايي او نړیوالو اتلولیو کي سره مخامخ سوي دي خو هیڅکله هم لوبه د آلمان په گټه پای ته نه ده رسېدلې. د آلمان ملي لوبډله څلور واري ماته خوړلې او څلور واره لوبه مساوی سوې ده. دغه څو واري نړیوال اتل د هیڅ بلي لوبډلي په مقابل کی دومره پاته نه دی راغلی لکه د ایټالیا په مقابل کي.
وروستۍ امتحاني لوبه
د روان کال په مارچ میاشت کی بلاخره تر۲۱ کلونو وروسته آلمان د ایټالیا په مقابل کي لومړی بری تر لاسه کړ. کروز، گیوتڅه ، هیکتور او یوزیل په مونشن کی څلور گولونه ووهل، لوبه ۴ پر یو سوه. خو دا يوه امتحاني لوبه وه.
بیرونکې څېره
ښایی اوس هم ماتس هومیلز، هولگر باد شتوبیر او فیلیپ لام بیروونکي خوبونه وینی دا ځکه چی هغوی له ماریو بالوتیلی څخه په بیره کی دي او هغه په خوب ویني. د ۲۰۱۲م کال په اروپايي اتلولۍ کي نوموړي مهاجم لوبغاړي په لومړۍ نیمایی کي جرمني ته گول ورکړ او لوبه دوه پر یو د ایټالیا په گټه پای ته ورسیده او په دې ډول یې آلمان له دغو سیالیو څخه وایست.
غلط تاکتیک
آلمان په دغه لوبه کی چانس نه لري، تر ټولو دمخه ملامتي پر ترینر یواخیم لیوف لویږي. نوموړي آلماني ترینر ځینی تاکتیکونه اړولي دي څو د میدان په مرکزي برخه کي له ایټالیا سره توازن رامنځته کړي. خو دا کار ښايي کومه گټه ونه رسوي.
مزاحم لوبغاړی
د ۲۰۰۶م کال په نړیوال جام کي چي آلمان یې کوربه وو، ایټالیا باید بلاخره په نیمايي فاینل کي وتلې وای. د جرمنی په دورتموند کی لوبه دومره خرابه نه وه. خو لوبه اوږده سوه او وروسته فابیو گروسو گول وواهه. په دې ډول هغه لوبه یو پر صفر په خپله گټه واړوله. دا د آلمانیانو له پاره یو شوک ؤ.
نیمگړی ارمان
په پای کی د سکواردا ازورا په نامه ایټالوی ټیم دوه په صفر سره بریالی سو. ایټالوي میلمنو خپل دغه او وروسته یې د نړیوالی اتلولي بری ولمانځه. په دې ډول په دورتموند کي د جرمنیانو له پاره د نړیوالي اتلولۍ خوب په حقیقت بدل نه سو او یو وار بیا سخت مایوسه سول.
تریخ عبرت
څو میاشتي مخکي لا آلمان په امتحاني مسابقو کي له ایټالیا سره لوبه بايلله. که څه هم خبره پر گټلو او یا هم بایللو نه وه خو په فلورانس کی څلور د یو په مقابل کي ماته د آلمان د ملی ټیم له پاره د شرم ځای وو. د هغه وخت پر ترینر یورگین کلینسمن سخت انتقادونه وسول. خو بیا یې هم ټیم په اروپايي اتلیولیو کي دریم ځای تر لاسه کړ.
دگټلو چانس نه لیدل کیږي
په عین ډول سره په مادرید کي د ۱۹۸۲م کال د نړیوال جام په سياليو کي هم جرمني ماته وخوړه. د اروپا فوټبال دغه اتل ته ایټالوي لوبغاړو برونو کونتي او پاولو روزي گولونه ورکړل او په دې ډول لوبه درې پر یو د ایټالیا په گټه پای ته ورسیده. بیا هم ایټالیا د یوه قوي ټیم په توگه پاته سو او حق یې وو چی نړیوال اتل سي.
د ستایني وړ حریف
یوازنی افتخار چي جرمنیانو ته د ایټالیا په مقابل کی ورپه برخه سو، هغه په مکسیکو کي د۱۹۷۰م کال د نړيوال جام سيالۍ وې، چي مسابقه تر پایه پوري مساوي پاته سوه. خو کله چي لوبه تر خپل وخت اوږده سوه، لوبه څلور پر درې سره پای ته ورسیده، بیا هم د ایټالیا په گټه.
دواړو لوبډلو کوم گول ونه واهه
د یوې مسابقې په پیل کي یو له بل سره مخامخ کیدل. په چیلي کی د ۱۹۶۲م کال د نړيوال جام په سيالیو کی آلمان او ایټالیا په گروپي لوبو کی سره مخامخ کیږي. خو دواړو خواوو ونه سوای کولای چی یو بل ته گولونه ورکړي او لوبه صفر پر صفر په پاته سوه.