ويستروېله: ليبيا ته عسکر نه ليږو
۱۳۹۰ فروردین ۱, دوشنبهد المان د بهرنيو چارو وزير ګيډو ويستر وېله يو ځل بيا د ليبيا پر واکمن معمر القذافي ږغ کړی دی، چي د خپل ولس په وړاندي وسله وال بريدونه ودروي.
« موږ د زورواکي څخه غوښتنه کوؤ چي يوازي په وينا کي د اوربند خبره ونه کړي، بلکه په عمل کي هم دغه اوربند تطبيق کړي.»
ويسټروېله د دې څخه يو ځل بيا دفاع وکړه چي د ملګرو ملتونو د امنيت په شورا کي يې د ليبيا پر قلم رو د پروازونو د بنديز د قرارداد پر سر د المان لخوا د بې طرفۍ رايه اچونه سمه پرېکړه وه.
« پداسي حال کي چي د امنيت د شورا د قرارداد د پلي کېدو لپاره په المان کي دننه ځايونو لکه د امريکا د اډو څخه هم کار اخيستل کېدلای سي. نو المان هم پدې توګه د دغه قرارداد ملاتړ کوي. خو و ليبيا ته به الماني عسکر نه لېږل کيږي.»
ويسټر وېله وويل چي د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن ته يې ډاډ ورکړی چي، د ليبيا د قرارداد د پلي کولو لپاره د المانی خاوري څخه کار اخيستلای سي. يعني بريدونه د دغه ځای څخه چمتو کولای سي.
د المان د آزاد ډيموکراټ ګوند مشر ويستروېله يو وار بيا ددې څخه دفاع وکړه چي الماني عسکر به ليبيا ته نه لېږل کيږي.
« د اروپايي ټولني يو شمېر نور هيوادونه نه يوازي دا چي زموږ د دغې پريکړي احترام کوي، بلکي زموږ په نظر هم دي.»
ويسترويله وويل چي که ناټو پر ليبيا په بريدونو کي برخه واخلي او د اواکس اکتشافي الوتکو څخه پدې ترڅ کي کار اخيستل وغواړي نو د دغو الوتکو الماني پيلوټان ښايي پکښي برخه واخلي.
خو ويسټروېله وويل چي ددې لپاره به د المان د پارلمان پرېکړي ته اړتيا وي. د ليبيا د کډوالو د بشري مرستو لپاره ويسترويله د 5 مليونو نورو کومکونه اعلان هم وکړی.
مارسل فيورسټه ناو / احمدولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل