1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه ويتنامي په ربړي کښتۍ کې د ۲۰۰۰ کيلومتره سفر هڅه وکړه

۱۴۰۱ فروردین ۵, جمعه

يوه ويتنامي له تايلنډ څخه په ربړي کښتۍ کې ۲۰۰۰ کيلومتره د هند پر لور سفر کول غوښتل څو خپله مېرمن وويني. دغه سفر يې اوس ناکامه شوی دی.

https://p.dw.com/p/492pM
Großbritannien | Migranten überqueren den Ärmelkanal in einem Schlauchboot in Dungeness
انځور: Henry Nicholls/REUTERS

د توفانونو د فصل له پيل څخه لږ مخکې دغه ۳۷ کلن ويتنامي، هوهوانګ هونګ د تالينډ له پوکېت تفريحي ټاپو څخه خپل سفر پيل کړی وو. دغه خبره پيچت سوګتان کړې ده، چې د تایلنډ د سمندري ځواک يو لوړپوړی استازی دی.

دغه ويتنامي په خپله ربړي کښتۍ کې کافي اوبه او خواړه لرل، خو د هدايت کوم سيستم او سمندري نقشې ورسره نه وې. ده غوښتل چې په خپله کښۍ کې د بنګال له خليج څخه تېر شي. د چهارشنبې په ورځ د کب نیونکو يوې بېړۍ دغه ويتنامی د سيميلان له ټاپوګانو سره وليد چې د تالينډ له خاورې څخه ۸۰ کيلومتره لېرې پراته دي. د بېړۍ عملې د پيچت په خبره سمندري ځواک ته خبر ورکړ چې د هو هوانګ د ژغورلو په موخه راغی او دی يې ونيو.

د سفر د هڅې هدف دا وو چې هو هوانګ غوښتل خپله مېرمن وويني چې د هند په ممبی ښار کې ژوند کوي. ده ورسره د کرونا د بنديزونو له کبله د دوو کلونو راهيسې نه وو ليدلي. دغه ۳۷ کلن سړي لومړی په الوتکه کې د تالينډ پلازمېنې بانکاک ته سفر کړی وو. خو د سمندري ځواک د يوه استازي په حواله هلته ورته د ويزې نه لرلو له کبله هند ته د سفر کولو اجازه نه وه ورکړل شوې. له دې کبله دی پوکېت ته ولاړ او هلته يې يوه ربړي کښتۍ رانيوله.

Hochhäuser in Bombay
د دغه سړي مېرمن د هند په ميليوني ښار ممبيی کې اوسيږي چې د کورونايي بنديزونو له کبله ده له دوو کلونو راهيسې نه وه ليدلېانځور: picture-alliance / dpa

خو د باد نامناسبو شرايطو د ده د پرمختګ او وړاندې سفر مخه نيولې وه. ټاکل شوې ده چې له خپل دغه ناکام سفر وروسته به له هو څخه په پوکېت کې پوښتنې ګروېږنې هم وشي. خو د پيچت په خبره »موږ د ويتنام او هند له سفارتونو سره هم تماس نيولی دی خو ځواب يې لا نه لرو.« 

آ./ن.ص./ن.ز.