ولې طالبان او دیني عالمان د نجونو تعلیم په هکله اختلاف لري؟
۱۴۰۲ خرداد ۵, جمعهنیږدې دوه کاله کیږي چې طالبانو د ثانيوي دورې د ښځينه زده کوونکو پر زده کړو بندیز لګولی، تراوسه یو شمېر علماوو په فتواوو او ځینو په اجماع سره له دې بندیز سره مخالفت کړی. همدا اوونۍ د کابل مرکزي جهادي مدرسې استاد مولوي عبدالسمیع غزنوي ويلي، عصري زده کړې له اسلام سره په ټکر کې نه دي او نبايد د حجاب مسله د انجونو د زده کړو له پاره بهانه شي.
په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو د بندیز په تړاو له غبرګونونو ډېرېدو سره هممهال، کارپوهان وايي چې، ګواکې طالبان په دې برخه کې د ديني عالمانو فتواوو ته بېځوابه دي. د روان کال له پيله تراوسه نړیوالې ټولنې، یو شمېر سیاسیونو او پخواني حکومت چارواکو په هېواد کې د نجونو پر زده کړو له بندیز سره مخالفت کړی، خو د کارپوهانو په باور د پام وړ یې د دیني عالمانو فتواوې دي.
د معلوماتو پر بنسټ همدا روان کال دوه مشهورو افغان عالمانو شیخ عبدالسمیع غزنوي او شیخ فقیر الله فایق، د نجونو ښوونځیو تړل کېدل نقد کړي او د فتوا په ورکولو سره یې د نارینه و ترڅنګ د ښځينه و له پاره عصري زده کړې اړمنې بللي دي.
په ورته مهال، یوه پاکستاني عالم مولوي تقي عثماني او یوه هندي عالم کفایت الله په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیز په غبرګون فتواوې ورکړي او د طالبانو له خوا يې د نجونو د ښوونځيو تړل، نقد کړي دي.
پر دې سربېره تېر کال د لویې جرګې په تالار کې "د علماوو مشورتي غونډه" په عنوان راټولېدنه کې ځینو يې غوښتنه وکړه څو د نجونو تړلي ښوونځي، پرانېستل شي او د همدغه کال په اوږدو کې بیا د کندهار او کابل په ګډون د ځینو ولایتونو علماوو په اجماع سره د نجونو زده کړو ته اجازې غوښتنه وکړه، خو د طالبانو له واکمنۍ را وروسته د دویم تعلیم کال له پېلېدو سره - سره تراوسه له اومه د پورته ټولګيو ښځینه زده کوونکو، زده کړو ته اجازه نه ده ورکړل شوې.
محصله، روينا پويا وايي: «په افغانستان کې ښځو د تعلیم او تحصیل ادامه د اندېښنې وړ ده، نجونې د تعلیم په برخه کې خپل راتلوونکی نامعلوم ګوري، نجونې هېلهمندې دي چې ښوونځي ژر تر ژر پرانېستل شي.»
د تعلیم په برخه کې د نظر اختلاف
د تېر لمریز کال په پيل کې د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو د زدهکړو د څرنګوالي په تړاو پر طرحې کار کوي، خو د کال په وروستیو کې رسمي ادارو وویل، میکانېرم، یونیفورم او نوی نصاب له اختلافي مواردو دي چې په اړه يې مشورې کوي.
په همدغه کال کې د تلې پر ۶مه، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمدعباس ستانکزي په يوه غوڼده کې د نقد په ډول وويل چې"تعلیم پر ښځه او نر فرض دی، نجونو ته باید ژر تر ژره د تعلیم زمینه مساعده شي. خو وروسته د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سرپرست بیا یادونه وکړه چې: «د نیاوي تعلیم مباح دی او کله چې د مباح او امیر ترمنځ تعارض راشي، د امیر حکم واجب دی."
کارپوهان انګیري چې د طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون ځيني مشهور دیني عالمان د طالبانو له دې دریځ سره مخالف دي چې د نجونو پر زده کړو دې بندیز وي.
د چارو شننوکی واحد فقیري وايي،" په دې کې شک نهشته چې طالبان د نجونو ښوونځیو د تړلو په برخه کې دیني استدلال نهلري او نه هم د علماوو غوښتنو ته کم موجه دلیل لري. طالبان عقیده لري چې حکومت د دوی په لاس کې دی، زور د دوی په لاس کې دی او کولی شي خپل دا غېر معمول دریځ په خلکو، په علماوو او په افغانانو باندې په زوره تحمیل کړي.»
بلخوا بیا سیاسي کارپوه جنت فهیم چکری اندېښنه ښيي چې که د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې شي له هېواده به مهاجرتونه ډېر شي:
"د انجونو پر مخ د ښوونځیو، پوهنتونونو تړل او کارونو بندیز بلاخره هغه پدیده ده چې، په اسلام او زموږ د هېواد له فرهنګ او عنعنې نه لېرې ده. دا نه يوازې د افغانستان خلکو ته اسلامي او فرهنګ مشکل جوړوي؛ بلکې د فرار زمینه برابروي. کله چې زموږ اولادونو ته د زده کړو زمینه نه وي مساعده، مجبور یوو چې هېواد پرېږدو."
د زدهکوونکو هيلې
شکیبا هیکلزاده چې د کابل اوسېدونکې او د یوې لېسې زده کوونکې ده، وايي، هيله لري ښوونځي پرانېستل شي او ښوونځي ته ولاړه شي. نوموړې وايي: «موږ نه یوازې د خپل راتلوونکي په تړاو، بلکې هېواد راتلونکي ته ناهيلي یوو. د اسلام مقدس دین د تعلیم پر سر ډېر تاکید کړې ده چې، دیني عالمان هم د زدهکړو طرفدار دي، ځینو يې فتواوې ورکړي چې زدهکړې پر نارینه او ښځينهو یو شان فرض دي، خو د طالبانو حکومت پهدې باور دی چې د ښوونځیو تړل زموږ د فرهنګ مسله ده، موږ مېرمنې خو له کلونو راهیسې زدهکړې کوو، اما طالبان دې پوښتنو ته ځواب نهلري."
د کونړ ولایت يوه زدهکوونکې چې نه غواړي نوم او ښوونځی يې ذکر شي ادعا لري چې د یو شمېر ولایتو ځینې ښځینه ښوونځي پرانیستي پاتې دي او له اوم ټولګي پورته نجونې صنفونو ته ورځي. هغې طالبان په دې برخه کې پر توپير چلند تورن کړل.
طالبانو تراوسه د دې ادعا په تړاو څه نه دي ويلي، خو پخوا يې د ځینو ولايتونو ځینو سیمو کې د نجونو ښوونځيو د پرانیستلي پاتې کېدو په تړاو تر خپاره شوو راپورونو وروسته یوه ولایت کې یوازینی د نجونو پرانیستی ښوونځي بېرته تړلی و.
په افغانستان کې د نجونو د ثانیوي دورې ښوونځیو تړلي پاتې کېدو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د نجونو زدهکړو د څرنګوالي په تړاو تېر کال د جوزا پر ۵مه، د طالبانو د سترې محکمې د رییس په مشرۍ د دیني عالمانو اته کسیزه کمېټه هم جوړه شوه؛ خو تراوسه دغي کمېټې د خپل کار څرنګوالی او پايلې نهدي اعلان کړي.
ز.ف / خ.ح / ن.ز