ولي په آلمان کي له ۳۰۰ کسانو څخه تابعيت بيرته اخيستل سوی؟
۱۳۹۸ اردیبهشت ۹, دوشنبهد تابعيت په قانون کي له بدلون راهيسي څه د پاسه ۳۰۰ کسانو خپل آلمانی تابعيت، د درغليو، رشوت او يا هم د ځان په هکله ناسمو معلوماتو ورکولو له امله بيرته له لاسه ورکړی دی.
دغه معلومات د جرمني د رسنيو آژانس ددغه هيواد د کورنيو چارو وزارت له خوا تر لاسه کړي دي.
د۲۰۰۹م کال له فيبروري مياشتي راهيسي کيدای سي يو څوک تر پنځو کلونو پوري د آلمان تابعيت له دې وجي بيرته له لاسه ورکړي، چې دوسيه د درغليو، اخطارونو، رشوت ورکولو او يا هم د ځان په هکله غلطو يا نيمګړو معلوماتو په ورکولو سره يې دوسيه اغيزمنه سوې وي.
خو که له هغوی څخه د تابعيت اخيستل يي د کورنۍ پر نورو غړو هم تاثير ولري بيا نو له يو څه نرمښت څخه کار اخيستل کيږي او هغه هم په کورنۍ کي د کوچنيانو حالت ته په کتو سره.
د جرمني د کورنيو چارو وزارت غواړي د روان کال د مني په سر کي لا په دې اړه قانون کي د بدلون له پاره يوه مسوده وړاندي کړي. په هغه کي د پنځو کلونو پر ځای لسو کلونو ته د دغې مودې اوږدول په پام کي نيول سوي دي.
د کورنيو چارو وزارت په حواله چارواکو ته هغه وخت زياتره دغه پيښې رسوا سوې چي د آلماني تابعيت لرونکو کسانو پس له پنځو کلونو غوښتل خپل هويت اصلاح کړي، ترڅو د مثال په ډول د واده کولو له پاره نوي اسناد وړاندي کړي.
په دې ډول په بايرن ايالت کي له ۲۰۰۹م کال راهيسي د تابعيت قانون د بدلون په عملي کيدو سره، ۸۵ کسانو تر ټاکل سوي پنځو کلونو وروسته په دې اړه خپلي غوښتني اعلان کړي دي.
د بادن وورتمبيرګ ايالت عالي محکمې په ۲۰۱۳م کال کي د تابعيت د بيرته ورکولو په هکله د هغه يوه پاکستاني دعوی ومنله چي نه يي غوښتل خپل تابعيت له لاسه ورکړي.
هغه په ۱۹۹۵م کال کي د يوه افغان په توگه د پناه غوښتنه کړې وه. په ۲۰۰۴م کال کي يي د غلط هويت پر اساس آلماني تابعيت ترلاسه کړ. په ۲۰۱۱م کال کي يي غوښتل خپل د هويت اسناد بيرته تصحيح کړي. دغه پيښه د لايپڅيگ عالي محکمې هم وڅيړله او پريکړه يي وکړه چي د نوموړي تابعيت دي همداسي اعتبار ولري.
(G.P/N.Z(dpa