ولي شتمن عربي هيوادونه د سوريې مهاجر نه مني؟
۱۳۹۴ شهریور ۱۹, پنجشنبهد پناه غوښتني په برخه کي د عربي هيوادونو سیاست
د سوريې د پناه غوښتونکو په برخه کي د فارس خليج د شمتنو هيوادونو سياست ډېر جنجالي دئ. په سيمه او لوېديځ کي له ډېرو سياسي څارونکو سره دا پوښتنه سته چي ولي دغه شتمن هیوادونه چي د سوريې له پناه غوښتونکو سره يوه ژبه، يو مذهب او يو فرهنگ لري بيا ئې هم خپل سرحدونه د هغوی پرمخ تړلي دي؟
د دغو پناه غوښتونکو ډېرو ئې له رسنيو سره په خبرو کي په فارس خليج کي د شتمنو عربي هيوادونو دغه کار د «شرم» وړ بللی دئ. دوی پر دغو عربي هيوادونو باندي ځکه هم نیوکي کوي چي وای په سوريه کي د بېلابېلو وسله والو ډلو ملاتړ کوي.
خو شتمن عربي هيوادونه خپل دغه سياست داسي توجه کوي چي د سوريې د مهاجرو منل د حل دايمي لاره نه ده. د دغو هيوادونو حکومتونه پر غربي هيوادونو نيوکه کوي چي په کافي اندازه د سوريې د کورنۍ جگړې د ختملو تلاښ نه کوي.
خو د بشري حقونو نړیوال سازمانونه د دوی دغه استدلال نه مني او د مهاجرو په برخه کي د فارس خليج د شتمنو هيوادنو چلن «شرمونکی» گڼي. د بېلگې په توگه د بخښني نړيوال سازمان په باور دغه هيوادونو دومره وړتيا لري چي د هغو هيوادونو په کتار کي وي چي مهاجرو ته سرپناه ورکوي.
البته شتمن عربي هيوادونه هر کال په ميليونونو ډلره له ملگرو ملتونو سره د کډوالو په برخه کي مرسته کوي. خو دا هغه کار دئ چي غربي هیوادونه ئې هم کوي.
ولي عربي هيوادونه وېره لري؟
هغه پوښتنه چي مطرح ده، دا ده چي ولي شتمن عربي هيوادونه مالي مرستو ته تيار دي، خو د مهاجرو منلو ته نه؟ دغه ټول هيوادونه تر هرڅه دمخه د خپلو خلکو له نارضايتۍ څخه وېره لري. دوی دې ته تيار نه ده چي د نورو هيوادونو مهاجر تر يوه نامعلوم وخته پوري په خپله خاوره کي وساتي.
بله ستونزه دا ده چي د دغو هيوادونو تابعيت لرل په ځانگړې توگه د متحدو عربي اماراتو او قطر تابعيت لرل تقريباً هيڅ امکان نه لري.
د بهرنيانو له پاره دا ډېر ستونزمنه ده، بې له دې چي د کار اجازه ولري په دغو هيوادونو کي واوسيږي. ويل کیږي چي د سعودي عربستان د ۲۹ ميليونه نفوس ۶ ميليونه ئې بهرني کارگران دي چي له نورو اسلامي هيوادونو څخه دغه هيواد ته مهاجر سوي دي.
د فارس خليج په نورو هيوادونو کي د بهرنيانو شمېر تر دې هم ډېر دئ. د کويت په سلو کي ۶۰ ، د متحدو عربي اماراتو په سلو کي ۸۰ او د قطر حتی په سلو کي ۹۰ وگړي بهرنيان دي.
اوس دغه هيوادونو د هغو ډېرو کسانو چي د کار موده ئې ختمه سوې وي د اقامت اجازه ئې نه تمديدوي. د بېلگې په توگه سعودي عربستان په ۲۰۱۴م کال کي هغه کارگران چي د کار موده ئې ختمه سوې وه له دغه هيواده وايستل، څو خپلو وگړو ته ئې د کار زمينه برابره سي.
بله خبره دا ده چي د سوريې خلکو د اسد رژيم پر ضد پاڅون وکړ دغه باڅون نورو عربي هيوادونو ته هم ورسېد. خو د فارس خليج شمتن هيوادونه له دغه شان پاڅونونو څخه وژغورل سول نو اوس د داسي کسانو له ساتلو او منلو څخه چي د «عربي پسرلي» افکار ولري ويره لري.