ولسمشرۍ ته نوماندانو بیا د غني د ګوښه کیدو غوښتنه وکړه
۱۳۹۸ تیر ۴, سهشنبهد ملي امنیت پخواني مرستیال او ولسمشرۍ ته نوماند حنیف اتمر، وویل چې د افغانستان اوسنی حکومت، غیر مشروع، مفسد او ظالم دی. د اتمر د انتخاباتي ډلې یوه غړي غلام قادر سکندري، ویلي دي چې د سه شنبې ورځې په غونډه کې د ولسمشرۍ له پاره د ۱۸ نوماندانو له ډلې څخه ۱۱ تنه یې حاضر ول. د هغه په خبره دې غونډې ته په زرونو کسان راغلي ول.
د اپوزیسیون ګوندونه او ولسمشرۍ ته نوماندان غواړي چې ولسمشر غني له دندې ګوښه شي، ځکه په په خبره يې د ولسمشر قانوني موده د مې میاشتې پر۲۲مه نیټه پای ته رسیدلې ده. خو ولسمشر بیا وایي چې ستري محکمې پریکړه کړه ده چې دی او کابینه یې د بل ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې په واک کې پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشریز نوماندان ادعا کوي چې ستري محکمې د فشارونو په پایله کې دغه پریکړه کړې ده. ولسمشر غني هم د سپتمبر میاشتې له پاره پلان شویو ټاکنو ته ځان نومولی دی.
ولسمشر غنی تر دې مخکې په وار وار سره ویلي دي چې د یوه سرپرست حکومت د رامنځ ته کولو غوښتنه قانوني او حقوقي بنسټ نه لري.
(ms/nz /(dpa