ولسمشر غني د کابل د نهمې حوزې امر کار وځنډوه
۱۳۹۵ مهر ۵, دوشنبهد افغان ولسمشر له دفتر څخه د دوشنبې په ورځ په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د یکشنبې په شپه یوولس بجې د کابل ښار له نهمې امنیتي حوزې څخه لیدنه وکړه.
د بیانیې په حواله د دې لیدنې پر مهال، د حوزې یو شمیر کارکوونکي په خپلو دندو حاضر نه وو: «د پولیسو نهمې امنیتي حوزې ته د جمهور رییس د ورتلو پر مهال یو شمیر مسوولین د حوزو د اصولو او لوایحو د تنظیم چارو خلاف په خپلو دندو کې موجود نه وو.»
دا په داسې حال کې ده چې کابل هر ورځ د جنایي پیښو شاهد دی او وخت نا وخت په کې ترهګریز بریدونه هم ترسره کیږي. په بیانیې کې راغلي دي چې ولسمشر د حوزې مسوولینو ته وویل چې «خلکو ته د خدمت کولو طریقه دا نه ده».
ولسمشر له نهمې حوزې څخه د لیدنې پر مهال د دې حوزې د آمر او نورو هغو ټولو مسوولینو دندې ځنډولې دي چې په کار کې حضور نه لره او «تنبلې یې کړې وه».
له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپرې شوې بیانیه کې د ولسمشر غني په حواله راغلي دي: «پولیس باید د خلکو خدمتګار او ویښ وي، چې خلک د شپې ارام ویده شي.»
ولسمشر غني د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته دنده سپارلې چې موضوع ژر تر ژره وڅیړي او خپل رپوټ د وروستیو اقداماتو له پاره جمهوري ریاست ته وسپاري.