هکرانو د آلماني سياستوالو او سندرغاړو شخصي معلومات خپاره کړل
۱۳۹۷ دی ۱۵, شنبهدا تر هر چا ډير د آلمان د عدليې د وزيرې «کترينا بارلي» په خبره يوه «ډيره جدي حمله» ګڼل کيږي. د دغو حملو په اړه په لومړي سر کې د (آر بي بي) رسنۍ رپوت ورکړ چې ګرځنده تيلفون، خصوصي چتونه، د سياستوالو آدرسونه، نور ډير شخصي معلومات او د ګوندونو داخلي اسناد په دغه لړ کې په انترنېټ کې خپاره شوي دي.
دغه اطلاعات د ټويټر د يوې پاڼې له لارې چې تر ډير وخت پورې ناپيژانده پاتې شوې وه، خپاره شوي دي. د هکرانو له دغو حملو څخه د آلمان په بونديستاګ يا د آلمان په پارلمان کې «د آلمان له پاره بديل» ګوند يا (اې اف دي) پرته، ټول سياستوالان اغيزمن شوي دي.
مېرکل هم د هکرانو تر حملو لاندې راغلې
د آلمان حکومت د وياند مرستيالې مارتينا فيتس، د جمعې په ورځ په برلين کې وويل چې د هکرانو له حملې څخه په ټولو لوړو کچو کې، يعنې د بوندستاګ يعنې د آلمان د پارلمان غړو څخه نيولې، د اروپا پارلمان، ايالتي پارلمانونو او ښارواليو پورې اغيزمن شوي دي. فيتس زياته کړه چې حکومت د هکرانو دغه حملې ډيرې جدي نيسي. هغې دغه راز خبرداری ورکړ چې حتی کيدای شي د دغو اطلاعاتو په منځ کې جعلي مواد هم شتون ولري.
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر يوې وياندې ويلي دي چې په دغو خپرو شوو اطلاعاتو کې هم تازه او هم ډير زاړه اطلاعات شامل دي.
د فيتس په خبره، حکومت د دغو حملو په اړه، د پنجشنبې شپې له نيمايي څخه خبر تر لاسه کړی دی.
همدا ډول آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد» رپوټ ورکړی چې د آلمان صدراعظمه انګلا مېرکل هم د دغو هکرانو د حملو قرباني ګرځيدلې ده. په همدې اساس، د نورو په منځ کې، د فکس يوه شميره، ايميل آدرس او يو شمير هغه مکتوبونه چې مېرکل ته استول شوي او يا مېرکل په لاس راوړي، خپاره شوي دي. خو د صدراعظمې په اړه حساس اطلاعات په دغو خپرو شوو اطلاعاتو کې شامل نه دي.
سياسي مشرانو پورې اړوند حساس اطلاعات
د «بيلد» ورځپاڼې د رپوټ په حواله، هکرانو په نورو مواردو کې د خپلو حملو له لارې د ډيرو سياسي مشرانو حساسو اطلاعاتو ته لاسرسی موندلی او هغه يې خپاره کړي دي. ورځپاڼې په دې لړ کې د زرغون ګوند د مشر رابرت هابيک، د سوسيال دموکرات ګوند (اس پي دي) د عمومي منشي لارس کلينګبايل او د دغه ګوند د پخواني مشر زيګمار ګابريل نومونه ذکر کړي دي.
بارلي وويل: «د دغه کار عاملان غواړي پر دموکراسۍ باندې باور او د دموکراسۍ بنسټونو ته زيان ورسوي.» د سوسيال دموکرات ګوند دغې سياستوالې وغوښتل چې د دغو سايبري حملو عاملان بايد په ډيرې چټکۍ سره وپيژندل او احتمالي سياسي انګيزې يې روښانه شي.
دا چې د دغو سايبری حملو عامل څوک دی او دغه اطلاعات يې په څه مقصد په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي دي، لا تر اوسه نه دی معلوم. داسې ښکاري چې د خپرو شوو اسنادو انتخاب به تر ډيره بريده تصادفي وي. په خصوصي خپرو شوو اطلاعاتو کې د موبايل يا ګرځنده تيلفونونو شميرې او غوښتنليکونه، د بيلګې په توګه په حزبي کنګرې کې د ګډون غوښتنليکونه شامل دي.
له سياستوالو علاوه، يو شمير هنرمندان هم د هکرانو تر حملو لاندې راغلي دي. د (آر بي بي) د رپوټ په اساس، له لومړنۍ کتنې وروسته داسې نتيجه په لاس راغلې ده چې حساس سياسي اسناد نه دي خپاره شوي. خو د خصوصي اطلاعاتو د ډيروالي په دليل، داسې ښکاري چې د دغه کار زيان خورا ستر وي.