1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هندي پولیس: په کشمیر کې ۴ ياغیان وژل شوي

۱۴۰۱ دی ۷, چهارشنبه

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې پوليسو ويلي دي چې دولتي ځواکونو په یوه وسله واله نښته کې څلور شکمن یاغیان وژلي دي. نښته هغه وخت پيل شوه چې پولیس پر یوه لویه لار تلونکې ېوې لارۍ باندې شکمن شول.

https://p.dw.com/p/4LTVm
په کشمیر کې هندي ځواکونه
په کشمیر کې هندي ځواکونهانځور: Faisal Bashir/SOPA Images via ZUMA Press Wire/picture alliance

د پولیسو یو لوړرتبه چارواکي، مُکیش سینګ، وویل چې امنيتي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ وختي، جمو ښار ته څيرمه یوه لارۍ وروسته له هغې تر تعقیب لاندې راوستله چې پر یوه لويه لار ېې په «غیرمعمول ډول حرکت» کاوه.

سينګ خبریالانو ته وويل، کله چې پولیسو د لارۍ تلاشي پيل کړه، د لارۍ له منځه ډزې پيل شوې چې د امنيتي ځواکونو له جوابي ډزو سره نښته پيل شوه.

پولیس وايي، په نښته کې څلور شکمن یاغیان ووژل شول او د لارۍ له منځه لږ تر لږه اته ميله اتومات وسلې او یوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي. د پولیسو په خبره، د لارۍ چلوونکی په تېښته بریالی شوی چې د موندلو په موخه ېې لټون ادامه لري. دا چې هندي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې که نه څه نه دي ويل شوي.

اسوشيتید پریس خبري آژانس له نوي ډيلې ليکي چې د دغې ادعا شوې پېښه په اړه خپلواک پخلی تر اوسه پوري شوی نه دی.

د کشمیر جنجالي علاقه د هندوستان او پاکستان تر منځ وېشل شوې او دواړه لورې ورباندې د خپل حریم ادعا کوي.

اورپکې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې له ۱۹۸۹م کال راهيسې د نوي ډيلي حکومت پر ضد جنګېږي. د کشمیر اکثریت مسلمانان د کشمیر د اتحاد له پاره د اورپکو ملاتړ کوي، که هغه د پاکستان تر کنټرول لاندې او یا هم د یو خپلواک هیواد په توګه وي.

هندوستان بيا دغه وسله وال فعاليتونه د پاکستان له خوا ملاتړ شوی تروریزم بولي، خو پاکستان ېې ردوي. د کشمیر په تاوتریخوالو کې په لسونو زره دولتي ځواکونه، ياغیان او ملکيان وژل شوي دي.

(AP)mks/nz