هندوستان: په یوه ورځ کې د کرونا نژدې ۳۹ زره مثبت پيښې
۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبهد اسوشتيد پريس خبري آژانس له نوي ډيلي څخه ليکي چې په هندوستان کې تر اوسه د کرونا ناروغۍ ټول ټال ۱ ميليون او ۷۷ زره او ۶۱۸ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د هندوستان د عامې روغتيا وزارت د يکشنبې په ورځ (د جولای ۱۹مه) د کرونا ناروغۍ له امله، د مړينې ۵۴۳ تازه پيښو څخه خبر ورکړ. دې سره په دغه هيواد کې د کرونا ناروغۍ له امله د مړو شوو کسانو شمیر ۲۶ زره او ۸۱۶ تنو ته رسيدلی دی. دغه شمیرې د تغيير په حال کې دي.
په ورته وخت کې د رغيدلو ناروغانو په شمیر کې هم ډيروالی رامنځ ته شوی دی. د هندوستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په دغه هیواد کې د کرونا وبا د خپريدو تر اوسه، ټول ټال ۶۷۷ زره او ۴۲۲ تنه کرونايي ناروغان بيرته روغ شوي دي.
د چارو کارپوهان وايي، دا چې د هندوستان په لرو پرتو سيمو کې د کرونا وبا خپره شوې، نو احتمالا دغه هیواد به د کرونا وبا د لا پراخو څپو سره مخ شي.
آژانسونه/م.ک.ص./م.ن.ص.
د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: