1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند وايي نوي ډيلي کې به د افغانستان سفارت پرانيستی پاته وي

۱۴۰۲ مهر ۱۴, جمعه

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په نوي ډيلې کې به د افغانستان سفارت خپل کار ته ادامه ورکوي. دغه سفارت څو ورځې مخکې اعلان کړی وو چې د کوربه هېواد د لږ ملاتړ او د پرسونل او منابعو د کمښت له وجې خپل فعالیت دروي.

https://p.dw.com/p/4XBX4
Indien afghanische Botschaft in Neu-Delhi
انځور: Altaf Qadri/AP Photo/picture alliance

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، آریندم باګچي، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دغه وزارت تېره اوونۍ يو پيغام ترلاسه کړ چې افغان سفارت غواړي د اکتوبر له لومړۍ نېټې خپل فعالیت وځنډوي.

د اسوشتید پریس د رپوت پر اساس، افغان سفارت د يکشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي وو چې دوی به افغان اتباعو ته خپلو بيړنيو کونسلي خدماتو وړاندې کولو ته ادامه ورکوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «په نوي ډيلي کې سفارت به خپل فعالیت جاري ساتي. موږ له هغو افغان ديپلوماتانو سره چې په سفارت او هغو ديپلوماتانو سره چې د ممبی او حیدرآباد په کونسلګریو کې دي، په تماس کې يو.»

باګچي زياته کړه چې په نوي ډيلي کې افغان سفير له اوږدې مودې راهيسې غیابت لري او په تېر نژدې وخت کې ډېر شمېر ديپلوماتان هم وتلي دي. افغان سفارت د پنجشنبې په ورځ تازه څه نه دي ويلي.

په نوي ډيلي کې د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر په ۱۳مه د افغان محصلانو اعتراض
په نوي ډيلي کې د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر په ۱۳مه د افغان محصلانو اعتراض انځور: Manoj Kumar/Reuters

هندوستان په افغانستان کې دطالبان حکومت چې د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتي راهیسې حاکميت چلوي، په رسمیت نه پېژني. هندوستان څه باندې دوه کاله مخکې له افغانستانه د امریکايي قواو تر وتلو دمخه له کابله خپل پرسونل وښکل او له هغه راهيسې ېې هيڅ ديپلومات په کابل کې حضور نه لري.

په نوي ډيلي کې د افغان سفارت چارې د هغو ديپلوماتانو او پرسونل له خوا مخته وړل کېږي چې د محمد اشرف غني په مشرۍ د افغانستان د پخواني حکومت له خوا ټاکل شوي او د هندي چارواکو مجوز هم له ځانه سره لري.

هندوستان د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو په ارتباط وايي چې دغه هېواد په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د تصامیمو مطابق اقدام کوي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې پر اساس، په هندوستان کې نژدې ۴۰زره افغان مهاجر اوسیږي چې شاوخوا یو-دریمه برخه ېې په هندوستان کې راجستر دي. خو دغه کسان په هغو افرادو کې شامل نه دي چې د ملګرو ملتونو سره ثبت دي.

هندوستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته هم له افغانستان سره خپلې بشري مرستې درلودلي دي. هند تېرکال افغانستان ته د غنمو، درملو، ژمنيو جامو او کرونا واکسین په شمول مرستې لېږلې وې. نوي ډيلي د تېرکال په جون میاشت کې په کابل کې خپل سفارت ته د چارواکو یو ټيم هم استولی وو، خو نه ديپلوماتان.

(AP)mks/mns

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب