1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان: د پټاقۍ جوړولو کارخانه کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي

۱۴۰۰ اسفند ۱۳, جمعه

د هندوستان په ختيځ کې په یوه کور درنې چاودنې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي دي. هندي چارواکو د جمعې په ورځ وويل چې په دغه کور کې په غیرقانوني توګه پټاقۍ جوړې دې. صدراعظم نریندرا مودي د پيښې په اړه خواشيني ښودلې ده.

https://p.dw.com/p/47zsQ
Indien Batala Explosion in Fabrik
انځور له آرشیف څخهانځور: picture-alliance/AP/P. Gill

پيښه د هندوستان د بیهار ایالت په بهاګلپور سیمه کې شوې ده. یوه لوړ پوړي سيمه ايز چارواکي، سوبرات کمار سن، وويل چې دغه چاودنه دومره زوروه وه چې غږ یې تر ۱۵ کیلومترۍ پورې اوریدل شوی او د چاودنې ځای ته نژدې څلور کورونه يې هم ويجاړ کړي دي.

کومارسن د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «يوولس کسان وژل شوي او پنځه ټپيان دي چې تر درملنې لاندې دي.»

هغه زیاته کړه چې د پيښې په ځای کې د خاور ايرو لوی ډيرانونه رامنځ ته شوي او ژغورنکې ډلې د هغو په پاکولو بوخت دي. دغه چارواکي وويل لږ احمتال موجود دی چې تر خاورو لاندې دې کوم کس تر اوسه بند پاتې وي.

د هندوستان صدراعظم نريندرا مودې دغه پيښه «دردونکې» بللې او د یوولس قربانيانو په اړه يې خپل تسلیت وړاندې کړی دی. مودي ځايي ادارې ته امر کړی چې د نجات او مرستې عملیاتو له پاره دې خپل ټول امکانات په لاره واچوي.  

په هندوستان کې د پټاقيو جوړولو کارخانو کې چاودنې معمول دي. ډیری دغه کارخانې د جواز او ابتدايي امنيتي تدابیرو پرته فعالیت کوي.

په ۲۰۱۹م کال کې د هندوستان په شمالي ایالت پنجاب کې په ورته یوې کارخانه کې چاودنې ۱۸ کسان وژلي وو.

abh/stu/dhc/mks/bs