هند د پاکستان د انزوا له پاره ټول سوداګریز امتیازات لیرې کوي
۱۳۹۷ بهمن ۲۶, جمعهد هندوستان تر ولکې لاندي کشمير کي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فيبروري میاشتې۱۴ نیټه) یوه ځانمرګي بریدګر د هندي سرتیرو یو کاروان په نخښه کړ چې په پایله کې یې ۴۴ عسکر ووژل شول. په دغه موټریز ځانمرګي برید کې د هند د نیمه ملیشو په لسونو تنه نور بیا ټپیان دي. هندوستان د دغه برید مسئولیت پاکستان ته راجع کړ، خو په ځواب کې پاکستان خبرداری ورکړی چې له دې برید سره دې ربط نه ورکول کیږي.
د جمعې په ورځ د هندوستان د مالیې وزیر ارون جایتلي ويلي دي چې په کشمیر کې د پروني برید په ځواب کې به یې هيواد د پاکستان د بشپړې انزوا له پاره له ټولو دپلوماتیکو لارو کار واخلي.
د هندوستان د مالیې وزیر همدا راز وویل چې هندوستان به د سوداګرۍ د نړیوال سازمان یا (ډبلیو. ټي. او) د قوانینو په رڼا کې پاکستان ته د ورکړل شوي تر ټولو غوره امتیازات بیرته لیرې کړي.
په کشمیر کې د پروني ځانمرګي برید مسئولیت په پاکستان کې میشتې د جیش محمد په نامه یوې افراطي اسلامپالي ډلي پر غاړه اخیستی دی. دغه برید د هندوستان تر ولکې لاندي کشمیر کې تر اوسه پورې تر ټولو خونړی برید ګڼل کیږي.