1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند ۳۸ کاله وروسته د خپل یو ورک شوي عسکر مړی موندلی

۱۴۰۱ مرداد ۲۶, چهارشنبه

د هند پوځ وايي چې د خپل یوه سرتيري جسد ېې موندلی کوم چې ۳۸ کاله مخکې له پاکستان سره پر پوله په یوه طبیعي يخچال کې لادرکه شوی وو. د هندوستان پوځ دغه عسکر د چندر شيکهر په نوم ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/4FeYi
Indien Soldat nach 38 Jahren geborgen - Chander Shekhar
انځور: AFP

د هندوستان د پوځ یو واحد، د چهارشنبې په ورځ وختي، پر ټويټر د چندر شيکهر د مړي انځورونه په داسې حال کې چې د هندوستان په يوه بیرغ کې پيچلی دی، خپاره کړي دي.

تر دې دوه ورځې مخکې هندوستان د خپلې خپلواکۍ ۷۵مه کلیزه ولمانځله. پوځ ويلي دي چې شيکهر په ۱۹۸۴م کال د ميګهدوت عملیاتو له پاره په دنده ګومارل شوی وو. دا هغه وخت وو چې هند او پاکستان پر سیاچن يخچال د کنټرول پر سر یوه لنډه جګړه کړې وه. یاده جګړه د نړۍ پر تر ټولو لوړه سیمه جګړه باندې شهرت لري.

په سیاچن کې پوځي ګومارنه د نړۍ یوه له سختو پوځي ګومارنو څخه ګڼل کيږي. دغه سیمه ۵۴۸۶ متره لوړه ده چې د حرارت درجه پکې تر منفي ۵۰ پورې راښکته کېږي. سیاچن د هيمالايا په لداخ سېمه کې واقع ده چې دواړه د اتومي ځواک درولودونکي ګاونډي هيوادونه پرې له اوږدې مودې راهیسې شخړه لري.

ځايي رسنيو رپوټ ورکړی چې شیکهر په هغه شل کسيز ګروپ کې شامل وو چې د ېوې ګزمې پر مهال د يخ په طوفان کې راګير شوی وو.

Indien Soldat nach 38 Jahren geborgen - Chander Shekhar
هندي پوځیان د چندر شیکهر تابوت ليږدويانځور: AFP

په رپوټ کې ويل شوي چې هغه وخت د ۱۵ عسکرو جسدونه موندل شوي ول، خو د ۵ نورو دا نه ول موندل شوي چې شیکهر هم پکې شامل وو.

د فرانسې خبري آژانس له نوي ډيلي څخه په خپل رپوټ کې ليکي چې اوس به د چندر شيکهر د مړينې وروستي مراسم په اوتارکهند ايالت کې چې د نوموړي کورنۍ پکې ژوند کوي، د بشپړو پوځي ویاړونو سره ترسره شي.

د هندوستان ټایمز ورځپاڼې بیا د شیکهر د لور له قوله چې شیکهر د ورکېدو پر وخت ۵ کلنه وه لیکلي دي چې پلار ېې تر اوږدې مودې وروسته راستون شو، خو «کاشکې چې هغه ژوندی وی.»

د سیاچن تر لومړنۍ جګړې لسیزې وروسته، نن هم پاکستان او هندوستان دواړه په دغه لرې پرتې سخته سیمه کې خپل پوځي حضور ته ادامه ورکوي.