هند کي ۹۳۰۰۰ ځوانانو ولي ځانوژنه کړې ده؟ ـ انځوريز راپور
په هند کي د فلمي ستوري سوشان سينګهـ راجپوت پر احتمالي ځان وژنه سخت بحثونه راوپارېدل. حال دا چي په دغه هيواد کي هر کال په سلونو زرو انسانان ځانونه وژني چي پکښي ځوانان هم شامل دي. دا چي ولي، دلته يې لوستلای سئ:
لا پراخېدونکې ستونزه
په ټوله نړۍ کي هر کال اوسطا ۸۰۰ زره انسانان خپل ژوند په خپله اخلي. په ۲۰۱۹ کال صرف په هند هيواد کي ۱۳۹ زرو انسانانو ځانوژنې وکړې چي د ۲۰۱۸ کال په پرتله په دغه شمېر کي د ۳،۴ سلنې زياتوالی راغلی دی. د سوشانت سينګهـ راجپوت له خوا د ادعا سوي ځانوژنې وروسته په هند کي پر دغه موضوع بحثونه بيا تاوده سوي دي.
زياتره ځانوژونکي نارينه وي
په ۲۰۱۹ کال په هند کي په ځان وژونکو کي د نارينه ؤ سلنه ۷۰،۲ وه. په دې توګه نو په هند کي د نارينه ؤ ځان وژنې د ښځو په پرتله څو چنده زياتي دي. په ۲۰۱۹ کال په ټوليزه توګه ۹۷۶۱۳ هندي نارينه ؤ خودکشۍ کړي چي پکښي ۲۹۰۹۲ يې ورځني عادي مزدوران ول. په ځانوژنکو کي ۱۴۳۱۹تجاران او ۱۱۵۹۹ يې بې روزګاران شامل دي.
واده او جهېز تر ټولو لوی لامل
په ۲۰۱۹ کال په ټوليزه توګه د ۴۱۴۹۳ هنديو مېرمنو خودکشۍ ثبت سوي دي. په دغو کي ۲۱۳۵۹ يې کورنۍ مېرمني، ۴۷۷۲ يې محصليني او ۳۴۶۷ يې مزدوراني دي. په هندي مېرمنو کي د ځانوژنې تر ټولو لوی لاملونه جهيز (هغه سامان او پيسې چي د ناوي مور او پلار يې بايد د زوم کورنۍ ته ورکړي)، واده او کورنۍ لانجې بلل سوي دي. د ماشوم نه لرل او وچوالی هم لويه وجه بيان سوې ده.
کورنۍ لانجې يو لوی لامل دی
څېړنو موندلي چي په هند کي د ځانوژنې ۳۲،۴ سلنه برخه يې د کورنيو لانجو له کبله تر سره سوي دي. په ځانوژنو کي د ۱۷،۱ سلنې لامل ناروغۍ او په ۵،۶ سلنه کي يې د مخدره توکو اعتياد لامل ياد سوی دی. د ازدواجي ستونزو له کبله د ځانوژنو فيصدي ۵،۵ سلنه او د ناکامه ميني له کبله د ځانوژنو سلنه ۴،۵ ياده سوې ده. په اقتصادي توګه د دوپه یا ډېوالي کېدو له کبله د ځانوژنو فيصدي ۴،۲ ثبت سوې ده.
بې روزګاري يو لوی لامل
د حد اقل ۲۸۵۱ ځانوژونکو د ځان وژنې لامل بې روزګاري وه. خو دا چي په ټوليزه توګه له ځانوژونکو څخه ۱۴۰۱۹ يې بې روزګاره انسانان ول، نو ښايي د بې روزګارۍ له کبله د ځان وژنو فيصدې لا لوړه وي. د دغو ځانوژنو تر ټولو لويه برخه په کارناتاکا، مهاراشترا، تامل نادو، جهرخند او ګوجرات ايالتونو کي ثبت سوې.
بزګر او ورځني مزدوران
په ځانوژونکو کي ۴۲۴۸۰ بزګران او ورځني مزدوران (دهاړي کوونکي) شامل دي. پکښي ۱۰۲۸۱ کرونده ګر او ۳۲۵۵۹ يې ورځني مزدوران ياد سوي دي. په بزګرانو کي ۵۵۶۳ نارينه او ۳۹۴ يې مېرمني وې. په ورځني مزدور ځانوژونکو کي ۳۴۶۷ مېرمني هم شاملي دي.
زيات ځوانان ځانونه وژني
له ټولو ځان وژونکو څخه ۹۳۰۶۱ يې داسي کسان ول چي عمرونه يې د ۱۸ او ۴۵ کالونو تر منځ ول. په دې توګه د ياد عمر لرونکو فيصدي په ځانوژونکو کي ۶۷ سلنه او په دې توګه تر نيمايي لا زياته ده. د ياد عمر په ډله کي ځانوژنه د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۴ سلنه زياته سوې ده.
اکثره په غړغړه ځانونه وژني
له ثبت سوو ارقامو څرګنده سوې چي له ځانوژونکو څخه ۵۳،۶ او په دې توګه اکثريت يې ځانونه د غړغړه يا زندۍ کولو له لاري وژني. په ټوليزه توګه په ۲۰۱۹ کال ۷۴۶۲۹ انسانانو په هند کي ځانونه پخپله په رسۍ راځړولي دي.
تر ټولو زياتي ځانوژنې په مهاراشترا ايالت کي
له دولتي ارقامو څخه څرګنده سوې ده چي په هند کي تر ټولو زياتي ځانوژنې د مهاراشترا په ايالت کي تر سره کيږي. په مهاراشترا، تامل نادو، لوېديځ بنګال، مادهياپردېش او کارناتاکا ايالتونو کي د هند د ټولو ځانوژنو نيمه برخه ځانوژنې تر سره سوي دي.
معاش او زدکړې
په ځانوژونکو کي د هغو کسانو برخه ۲۳،۳ سلنه وه، چي زدکړي يې تر لسمې ټولګۍ زياتي نه وې. له ځانوژونکو څخه ۳،۷ سلنه يې داسي کسان ول د لوړو زدکړو څښتنان ول. په ځانوژونکو کي په اوسط توګه هر کس د کاله تر ۱۰۰ زرو هندۍ روپيو (۱۳۶۵ امريکايي ډالره) څخه کم عايد لاره. په ځان وژونکو کي ۲۹،۶ سلنه داسي کسان ول چي کلنی عايد يې د يو لک روپيو او پنځو لکو روپيو تر منځ ؤ.