هند: په فبرورۍ میاشت کې خپله الوتکه مو پخپله ویشتلې وه
۱۳۹۸ مهر ۱۲, جمعهد هندوستان د هوایي ځواکونو مشر راکیش سنګه بهادریا، ویلي دي چې په دې پيښه کې د ښکیلو دوو چارواکو پر وړاندې انضباطي پروسه روانه ده.
بهادریا د جمعې په ورځ (د اکتوبر میاشتې ۴ نیټه) خبریالانو ته وویل چې هوايي ځواکونو د دې پيښې په اړه پلټني بشپړې کړي دي.
د هند د خبري آژانس«پریس ټرسټ آف انډیا» په حواله د فبرورۍ پر ۲۷ نیټه له ځمکې څخه د هوا پر لور د توغول کیدونکي توغندي په وسیله د 70-MI ډوله څرخي الوتکه راغورځول شوې وه.
هند د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د پاکستان په بلاکوټ سیمه کې هوایي بمباري کړې وه چې په غبرګون کې یي سمدلاسه د پاکستان هوایي ځواکونه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له لاین آف کنترول(کنترول لیکې) څخه په تیریدو د هند له هوایي قلمرو څخه سرغړونه وکړه.
په دې وخت کې د پاکستان او هند د جنګي الوتکو ترمنځ فضایي مخامخ کیدنه رامنځته شوې وه او په عین وخت کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د دغه هیواد یوه څرخي الوتکه هم راغورځول شوې او له منځه تللې وه.
تر دې پيښې وروسته د هند یوه جنګې الوتکه هم د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې را نسکوره شوه چې پيلوټ يې ابهینندن بیا د پاکستاني ځواکونو له خوا نیول شوی وو. دغه پیلوټ بیا وروسته د پاکستان له خوا بیرته هند ته وسپارل شو.
آژانسونه/ ش.ن/ن.ز