هند: د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير به هم خپل کړو
۱۳۹۸ شهریور ۲۷, چهارشنبهد هند د بهرنيو چارو وزير سبرامنيم جی شنکر، ويلي دي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير د هند برخه ده او د نوي ديلي حکومت توقع لري چې يوه ورځ به هند پر دې بيرته بشپړه کنترول ولري.
نوموړي دا څرگندونې په داسې حال کې کړي دي چې د دې لانجمنې سيمې له وجې د دواړو هيوادونو اړيکي سختې خرابې دي.
د هند حکومت د اگست مياشتې پر ۵ نيټه د دغه هېواد تر ولکې لاندې کشمير ځانگړي حیثيت ختم کړ او له هغه راهیسې هلته د گرځبندیز په څېر وضعيت حاکم دی او له نوري نړۍ سره یې اړيکه پرې شوې ده.
د کشمير لانجمنه سيمه د هند او پاکستان ترمنځ ويشل شوې ده. په نوي ډيلي کې حکومت د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير د »پاکستان له خوا اشغال شوې سيمه« چې انگلسي لنډيز یې « PoK » دی، بولي.
د هند د بهرنيو چارو وزير سبرامنيم جې شنکر د يوې مطبوعاتي غونډې پر وخت وويل: «د PoK يا د پاکستان له خوا اشغال شوې سيمې په اړه زموږ نظر او تگلاره روښانه ده او تل به روښانه وي. دغه سيمه د هند برخه ده او موږ توقع لرو چې يوه ورځ به یې واک او اختيار زموږ شي، په بشپړه توگه.»
بل لوري ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پر دې څرگندونو سخت غبرگون ښوولی او دا یې په کلکو ټکو غندلي دي. د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي: «د يوه اشغالگر دولت له خوا دغه ډول غير مسئولانه او پارونکې څرگندونې د سېمې وضعه لا پسې خرابوي او سوله او امنيت له منځه وړلی شي.»
د وزارت له خوا زياته شوې: «پاکستان سوله خوښوونکی دی خو د هر ډول اشغال د ځواب د ورکړې له پاره پوره چمتووالی لري.»
د هند د بهرنيو چارو وزير د سه شنبې په ورځ په نوي ډيلي کې له خبريالانو سره د خبرو پر وخت دا خبره تکرار کړه چې د جمو او کشمير د ځانگړي حیثيت د ختمول د هند کورنۍ مسئله ده.
BS/NZ (DPA)
زموږ له آرشيف څخه: