هند: د يوه پُل د نړیدو له امله څه د پاسه ۱۴۰ تنه مړه سوي
۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبهپه هند کي یو هوایی پُل هغه وخت ونړید چي هلته په سلونو کسانو حضور درلود. ځایی چارواکو خبر ورکړی چي تر بیارغوني وروسته لا له نوموړي پُل څخه استفادې ته اجازه نه وه ورکول سوې.
د NDTV په نامه ځایی تلویزیوني رسنۍ رپوټ ورکړی چي شاوخوا ۱۷۷ کسان ژغورل سوي دي. د کښتیو په مرسته د ژغورني عملیات لا دوام لري. دغه غمجنه پیښه د ځایی وخت له مخي د یکشنبه په ماښام د گجرات ایالت د موربي په سیمه کي رامنځته سوه. ډیری قربانیان اوبو ته لویدلي دي. ویل کیږي چي د ماچهو پر سیند د پلي کسانو له پاره جوړ سوی پُل تر میاشتو بیارغوني کارونو وروسته ، فقط یوڅو ورځي مخکی پرانیستل سوی وو.
نوموړی پُل په ۱۹ مه پیړۍ کي جوړ سوی وو، یعنی هغه وخت چي هندوستان لا د بریتانیې مستعمره وو.د دغه پُل د نړیدو پروخت د ځایی رسنۍ په حواله په سلهاوو کسانو شتون درلود. ډیریو یې د هند د چات پوجا په نامه مذهبي جشن چی له لمر څخه درناوی دی، لمانځنه کوله.
د ټولنیزو رسنیو په تصویرونو او ویدیو ګانو کي ښکاري چي څرنگه ډیری کسان پر پله باندي منډي وهي. نوري ویدیو گاني بیا ښیی چي څرنگه دغه پُل په نیمایی برخه کی نړیږي او خلک ورباندي ځانونه ځوړند کوي تر څو اوبو ته ونه لویږي. ځینو یې ځانونه د پُل پر ټوټو ځوړند کړي او ځیني نور بیا هڅه کوي چي ځانونه د اوبو غاړي ته رسوي.
ددغه پُل د نړیدو اصلي علت لا معلوم نه دی ، په دې هکله پلټني رواني دي. د NDTV رسنۍ ته د چارواکو یوه ځایی استازي ویلي چي مسوولو کسانو تر بیارغوني وروسته دغه پُل سم نه وو امتحان کړی او له هغه څخه استفادې ته یې لا اجازه نه وه وکړې.د رسنیو په رپوټونو کي راغي چي امکان لري د دغه پُل جوړښت د دومره ډیرو کسانو زوراو طاقت نه دی راوړی.
د هند د لومړي وزیر نریندا مودي دفتر او همدارنگه د گجرات ایالت ځایی حکومت د قربانیانو کورنیو ته د جبران خسارې د ورکولو وعده ورکړې ده.
GP/BS/AG