هغه کډواله انځورګره چې د افغان میرمنو وضعیت انځوروي
یوه افغانه هنرمنده چې پاکستان ته کډواله شوې هڅه کوي د نقاشۍ او میناتوري هنر له لارې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان نجونو او ښځو کړاونه او ستونزې انځور کړي. په دې انځوريز البوم کې د هغې له انځورګرۍ او هنر سر آشنا شئ
سوهیبه تره کي د هرات پوهنتون د ښکلو هنرو له پوهنځي څخه فارغه شوې ده.
د پخواني نظام تر سقوط وروسته پاکستان ته کډواله شوې ده.
طالبانو یو ځل بیا د ښځو پر زده کړو او کار بندیز لګولی او هغوی یې د عامه ژوند له کابو ټولو برخو محرومې کړې دي.
هغه د خپل هنر له لارې هڅه کوي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې مخ پر زیاتیدونکي محدودیتونه انځور کړي.
سربېره پر دې هغه هڅه کوي چې د ښځو ټولنیزې ستونزې د خپل هنر له لارې نورو ته وښیې.
د یوې نجلۍ په توګه، په لومړیو کې هغې د خپلې کورنۍ لخوا اجازه نه لرله چې د هنرونو په پوهنځي کې زده کړي وکړي.
هغې د دې غوښتنې له پاره مبارزه وکړه او د کورنۍ رضایت یې ترلاسه کړ.
په افغانستان کې اوس هم ډېرې رشتې او کارونه یوازې نارینه وو ته محسوبیږي.
خو دا مېرمن هوډ لري چې د خپل هېواد د مشهور انځورګر استاذ کمال الدین بهزاد هنر ژوندی وساتي.
سوهیبه تره کې وایی چی په کډوالۍ کې د میناتورۍ او نقاشی هنر یې ژوند ته هیلی وربخښي.
د سوهیبې تره کې د میناتوري هنر بیلگه.
دا یې د میناتوري کار یوه بله نمونه ده.
د سوهیبې تره کې د میناتوري کارونو بله بېلګې.
د سوهیبې تره کې د میناتوري کارونو بېلګې.
د سوهیبې تره کې د میناتوري کارونو بېلګې.