هغه آلماني موټر چې په ۲۰۲۱م کال کې بازار ته وړاندې کيږې
د کرونا ويروس او اقتصادي بحران پر ويري سربيره د آلمان موټر جوړونکو د خپلو پرمخ تللو موټرو توليد ته مخه کړې. د آلمان هغه الکترونيکې موټر، چې سږکال بازارته وړاندې کيږې، په دغه انځورونو کي کتلی شئ:
پورشه کراس توريسمو
پورشه کراس توریسمو چې د ژنيو په نندارتون کې په ۲۰۱۸م کال کي راڅرګند شوی وو، سږکال بازار ته وړاندې کيږې. اوږدوالې يې ۴،۹۵ متره او د حرکت ځواک يې شپږ سوه آسپاوره دې. دغه کراس توریستو موټر ټول بريښنايي دی، چې سرعت يې په ساعت کې ۲۵۰ او په ۳،۵ ثانيو کي يې سرعت ۱۰۰ ته رسيږي. بطرۍ يې په څلورو دقيقو کي د ۱۰۰ کيلومتره واټن له پاره چارچ کيږې.
پورشه تايکان
بشپړ بريښنايي موټر په دوه مدلو کې توربو او توربو اس کي وړاندې کيږې، چې د ليتيون بطريو په لرلو سره د لوړ ولتاژ لرونکی دی. دغه موټر په پوره چارج سره کولای سي ۴۰۰. پورشه تايکان په لومړي سر کې د چين بازار ته وړاندې کيږې.
بې ام وې iX
بي ام وي آی ایکس له دوو الکترونکي ماشينونو کار اخلي، چې په د شا او مخ په حصو کي په ټوليزه توګه ۵۰۰ آسپاور ځواک سره تولیدوي او په پنځو ثانيو کي يې سرعت له صفر څخه ۱۰۰ ته رسیږي. دغه بي ام وي د روان ميلادي کال په دویمه نیمايي کې بازار ته وړاندې کيږې.
بې ام وې i4
بي ام وی آی ۴ يو الکترونیکي موټر دی. ځواک يې ۵۳۰ آسپاوره دی او ۸۰ کیلوواټه بطرۍ پکښې کار سوي دي چې په ۴ ثانیو کې خپل سرعت له صفر څخه ۱۰۰ ته رسوي.
مرسدیز EQA
د دولتي مرستو په کسر سره چې د برقي موټرو د رانيولو له پاره ورکول کيږې، دغه بشپړ الکترونکي موټر بیه به تر ۴۰ زره يورو لږ وي. دغه مرسدس بنز په يوې بطرۍ سره تر ۴۰۰ کيلومتره پوري واټن وهي. دغه مرسدس بنز د روان کال په وروستیو کي له دوو نورو برقي موټرو سره به مينه وال حيران کړي.
مرسديز ـ مايباج ۲۰۲۱
لس ډوله مساژ، بې شروشوره موټر چلول، په موټر کي د ۲۵۳ ال اي ډي گروپانو رڼا په بيلا بيلو رنګونو کي او په لسونو نور لوکس امکانات د دغه ۱۲ سليندره موټر له پاره جوړ شوي دي. مرسدس مياباخ د سږکال په پسرلي کې د آلمان بازار ته وړاندې کیږې. امريکا، چين او نور اروپايي هیوادونه به له دوبي څخه دغه موټر تر لاسه کړي.
فولکسواګون ID.4
فولکس واګون کمپنۍ دغه ماډل موټر يوازې څو میاشتې وروسته له ID.3 څخه توليد کړ. يو ځل يې چې بطرۍ چارچ شي تر۵۲۰ کيلومترو پورې فاصله وهي.
ګلف R
دغه موټر د فولکس واګون کمپنۍ تولید دی چې ځواک يې ۳۲۰ آسپاوره دی او په ۴،۷ ثانيو کي يې سرعت له صفر څخه سلو ته رسيږي.
سکودا – انیاک iV
سکوادا موټر چې د چک په جمهوريت کي توليديږې د آلمان فولس واګون کميپنۍ له تخنیکی مرستو څخه ګټه اخلي. د انياک ايف موټر سږکال بازاته وړاندې کيږې، چې ماشين يې په ۱۴۸ ځواک سره ۲۰۴ آسپاوره دی. بطرۍ يې په يو ځل چارج سره ۵۰۰ کيلومتره واټن وهي.
فولکس واګون آرئتونول
فولکس واګون ليموزين آرئتون چې ماشين يې ۳۲۰ آسپاوره ځواک لري، سږکال بازار ته وړاندې کيږې. د۲۰۲۰م کال له نوامبر مياشتې څخه يې ماشين چمتو شوی دی او قيمت يې تر ۴۵ زره پورو زيات دی.
آودې Q8 60 TFSIe Quattro
دغه موټر شپږ سليندره ماشین لري او ۳۴۰ آسپاوره دی. د دغه ځواکمن موټر بيه له ۹۲ زره او ۸۰۰ يورو څخه شروع کيږي.
آودې Audi Q5 – Sportback
آودې اس کو ۵ شپږ سليندره ماشين او ۳۴۹ آسپاوره ځواک لري. د موټر په کابین کې د تلويزون ۱۰،۱سکرين هم شته. د دغه موټر له ۵۲ زره يورو څخه پیليږي.
آودې RS e-tron GT
آودې آي ترون جي تي د آئودي دريم برقي محصول دی چې کولی شي سرعت په ۳،۵ ثانيو کي د سکون له حالته ۱۰۰ ته ورسيږې او په يوه چارج ۴۰۰ کيلومتره واټن وهي. چت يې له کاربن او نور جوړښت يې له فولادو او المونيم څخه دی. د دغه موټر بیه له ۶۷ زره يورو څخه پيليږي.