هره میاشت له افغانستان څخه سل زره کسان وځي
۱۳۹۴ مهر ۵, یکشنبهنوموړې ورځپاڼې خپل رپوټ د امنیتی کړیو په حواله لیکلی دی. د کډوالو نړیوال سازمان یا (IOM) د افغانستان د ماموریت مشر ریچارد دانڅیگر، د «ویلټ ام زونتاگ» په نامه ورځپاڼې ته ویلي چي سږ کال تر اوسه پورې د اویا زرو تنو په شاوخوا کي افغانان اروپا ته راغلي دي. په داسي حال کي چي ډیری افغانان د کار له پاره تر ټولو د مخه ایران، پاکستان او عربي اماراتو ته سفر کوي، په لسهاوو زره نور افغانان بیا هڅه کوي چې اروپا او په خاصه توګه آلمان ته ځانونه ورسوي.
نوي پاسپورتونه
د نوموړې ورځپاڼې په حواله د آلمان امنیتي چارواکي بیا د افغان کډوالو د زیاتیدو علت د کابل د حکومت پر هغې پریکړې پورې تړلې بولي چی له مخې یې د روان کال په پیل کی الکترونیکی پاسپورتونه وویشل سول چی پر اساس یې ایران ته د افغانانو تگ ممکن شوی او شمیر یې ورځ په ورځ د زیاتیدو په حال کی دی.
دغه ورځپاڼه د آلمان د امنیتی کړیو په حواله لیکي چې له افغانستان څخه د خلکو وتل هغه وخت نور هم زیات سول، چی د آلمان حکومت د اگست په میاشت کی په ۲۰۱۵ کال کې د نویو کډوالو په هکله خپله وړاند وینه وکړه او د هغوی شمیر یې ۸۰۰ زره ته لوړ کړ.
په افغانستان کی بیا انساني قاچاق وړونکي داسي آوازې خپروي چی آلمان به تر نوموړي رقم زیات نور کډوال په هیڅ صورت ونه مني. دا کار د دې باعث سوی چی په ډله ییز ډول افغانان خپل هیواد پریږدي. په وروستیو وختونو کي آلمان ته د راغلو کډوالو یوولس سلنه افغانان جوړوي.
په کوروشیا کي کډوالو نوی ریکارډ ټینگ کړ
په عین حال کی د بالکان له لاري لویدیځي اروپا ته د کډوالو راتگ دوام لري. د جمعې په ورځ د لسو زرو په شاوخوا کي نوي کډوال کروشیا ته ورسیدل چی دا شمیرې د اروپایي ټولنې په دغه هیواد کې نوی ریکارډ ټینگ کړ.
څه نا څه ټوله پناغوښتونکي د بسونو او اورگاډو په وسیله د هنگري سرحد ته لیږدول سوي په کوم ځای کي چي د رسنیو په حواله د هنگري چارواکو په وسیله اطریش ته استول کیږي. په دې ترڅ کي هنگري له سلوانیا سره پر خپله پوله د اغزن دیوال د جوړولو کار په موقتي ډول درولی او غواړي د خپل دغه ګاونډي هیواد سره د پولې د خوندي ساتلو په هکله یوه توافق ته ورسیږي.