هر انسان په ژوند کي څومره پلاستيک خوري؟
۱۳۹۹ آذر ۲۰, پنجشنبهپه نوي پېر کي د خوراکي توکو د ترانسپورت او ساتنې له پاره د پلاستيکي وسايلو لکه خلطو، پاکټونو، ګلاسونو او نورو استعمال ډېر زيات سوی دی. له دې کبله بې له دې چي انسان پوه سي په خپل ژوند کي تر اوسط شل کيلو ګرامو پوري پلاستيک خوري.
له دغه پلاستيک څخه زياتره برخه هغه مايکرو پلاستيک وي چي ورسره د خوراکي توکو د تماس راتللو له کبله پر خوراکي توکو مښتی وي او بيا د خوراکي توکو له لاري د انسان بدن ته لاره پيدا کوي.
لکه څرنګه چي يوه اصطلاح وايي چي «له څاڅکي څاڅکي څخه درياب جوړيږي» نو په همدې شان له خوراکي توکو سره مښتي مايکرو يا زښت زيات کوچني پلاستيکي ذرات په لږ اندازه د انسان بدن ته ننوځي. خو که په ټول ژوند کي د خوړل سوو دغو پلاستيکي ذراتو حجم او مقدار سره يوځای سي نو زيات کيلوګرامه پلاستيک ورڅخه جوړيږي. ساينسپوهانو دغه اوسط مقدار چي هر انساني يې په خپل ټول ژوند کي خوري ۲۰ کيلوګرامه محاسبه کړی دی.
پلاستيک د څښاک په اوبو کي
د ځنګلي ژويو د ملاتړ نړيوال سازمان (WWF) يو ډېر مفصل تحقيق تر سره کړی چي په نتيجه کي يې دا پايلي رابرسېره سوي دي چي دا بالکل ممکن دي چي هر انسان په اونۍ کي د بانک يا کريډيت کارت په اندازه پلاسټيک خوري.
د دغه وجوهات ډېر زيات او متنوع بلل سوي دي چي د پلاستيکي بوتلانو دننه د چښاک په اوبو کي د پلاستيکي ذراتو څخه نيولې بيا تر پلاستيکي ذراتو خوړونکو کبانو د تر خوړلو پوري رسيږي.
په ياد تحقيق کي ويل سوي چي که د يوه انسان اوسط ژوند ۸۰ کاله وبلل سي نو بيا هغه پلاستيک چي له بيلو لارو د انسانانو په خوراک کي داخليږي او انسانان يې په بې خبره توګه خوري، اندازه يې اوسطاً۲۰ کيلو ګرامو ته رسيږي.
آ./ا.ا./ن.ز.