هامبورګ: په يوه ساختماني پېښه کې ۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
۱۴۰۲ آبان ۸, دوشنبهد آلمان په هامبورګ ښار کې په يوه ساختماني پیښه کې پنځو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې ترڅ کې د يو شمير کسانو د ټپي کيدو خبره هم ورکړل شوی.
د هامبورګ ښار د اور وژنې ادارې ویاند د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۳ کال د اکتوبر۳۰مه) اعلان وکړ چې تر دمګړۍ لږ تر لږه پنځه تنه کارګر په یوه ساختماني پیښه کې مړه شوي دي.
وياند زياته کړه، چې پیښه د يوې خوازې د لفټ له پاره په نظر کې نيول شوې ژورې کندې ته د لويدو له کبله رامنځته شوې ده.
خوازه له اتم پور څخه لومړي پوړ ته لوېدلي ده او يو شمير کسان یې لاندې کړي ول. د اطفایې چارواکو زياته کړې وه چې له همدې کبله هلته د ايسارو کسانو د ژغورنې چارې پيچلي دي.
دا هم لا څرګنده نه ده چې د پېښې په ساحه کې څومره کارګر په کار بوخت ول.
دا پیښه چې د هامبورګ په بندري سيمه کې رامنځته شوې، په اړه يې نن سهار ۹ بجې د اور وژنې ادارې ته خبر ورکړل شوې وو.