هارون باچا د پښتو موسیقۍ انستیتیوت جوړ کړ
۱۴۰۳ دی ۸, شنبهد پښتو موسیقۍ د ودې، پراختیا او په دې برخه کې د لا ډېر مسلکي کار له پاره نوموتي پښتون هنرمند هارون باچا د پښتو موسیقۍ انستیتیوت «PMI» جوړ کړ، چې د دسمبر پر ۲۸ نېټه یې د سویډن په پلازمېنې مالمو کې پرانیسته وشوه.
د دغې انستیتیوت په پرانیسته کې ویناوالو وویل، په افغانستان او پاکستان کې د سیاسي حالاتو په بدلون سره د مذهبي، کلتوري او سلیقوي چلند له امله موسیقيظ له پامه غورځول شوې او یا په شعوري ډول د پښتو موسیقۍ نغمې غلې کړای شوي دي؛ چې دا وړ مسلکي کار به د اصیلي افغاني او پښتو موسیقۍ د بیا ژوندي کولو، ودې او پرمختګ له پاره بنیادي کار وکړای شي.
د پښتو موسیقۍ انستیتوت مشر هارون باچا د دغې مرکز د پرانیستې مراسمو ته وویل:«دا اداره د مینې او قربانۍ ثمره ده. په کابل، جلال اباد، کندهار، پېښور او کوېټې کې له څېړنو نیولې بیا په اروپا او استرالیا کې تر همکارۍ پورې دا د پښتو موسیقۍ د دوامداره راتلونکي جوړولو پر لور لومړنی ګام دی.»
هارون باچا د موسیقۍ له لارې د سولې په وده او د هنرمندانو د راتلونکي نسل په هڅونه کې د پښتو موسیقۍ انستیتیوت پر رول ټینګار وکړ.
د دې تازه جوړ شوي مرکز له لوري خپرې شوې خبرپاڼې کې د پښتو موسیقۍ پر وړاندې ننګونو، بندیزونو، په دې برخه کې د منظم او مسلکي کار نشتوالي او پرتو خنډونو ته په کتو د دې مرکز د جوړېدو اړتیا یاده شوې او زیاته شوې ده، چې دا مرکز به د پښتو موسیقۍ د ودې او پرمختګ له پاره په بېلابېلو بڼو کار کوي.
اړوند: له پاکستانه د افغان کډوالو اخراج؛ سندرغاړي سخت اندېښمن دي
دغې غونډې ته افغان لیکوال او څېړونکي عبدالغفور لیوال خپله وینا کې وویل، استعماري قدرتونو په شعوري توګه د پښتنو د یووالي له منځه وړلو په موخه تل پښتو موسیقي ځپلې ده.
هغه وویل:«موسیقي نه حلاله ده او نه حرامه، بلکې ضرورت دی. د انسان د غریزې یوه برخه ده. لکه د اوبو څښل، چې دا اوس حرام دي که حلال. زه که اوبه ونه څښم مرم، که موسیقۍ وانه ورو هم مرو.»
ښاغلي لېوال د هارون باچا له لوري د پښتو موسیقۍ انستیتیتوت جوړولو ته په اشارې وویل، په کډوالۍ کې رالوی شوی نسل به په دا وړ مرکزونو کې له روزل کېدو وروسته په راتلونکي کې ډکې منګولې خپل هېواد ته ستنېږي.
دغو مراسمو ته پر لیکه وینا کې پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وویل، اوس مهال هنر او په ځانګړې توګه موسیقي په مستقیمه توګه تر برید لاندې دی او په خبره یې، په داسې حالاتو کې د داسې یوه مرکز جوړېدل د پښتنو د «ملي هویت» په ژوندي ساتلو کې مهم رول لوبولی شي.
نوموړي زیاته کړه:« زموږ هنر زموږ ملي هویت ژوندی ساتلی دی. پښتو موسیقۍ مرکز ته زه بریالیتوبونه غواړم او د دې ډېر زیات ضرورت ځکه دی، چې نن زموږه هویت تر ګوزار لاندې دی او زموږ د اینده له پاره ډېره مهمه ده، چې خپل هویت سره اړیکه وساتو.»
غونډې ته په آنلاین خبرو کې نوموتې سندرغاړې شکیله ناز، پر هغو کلتوري باورونو او ټولنیزو حالاتو خبرې وکړې، چې له امله یې پښتانه سندرغاړي او سندرغاړې زورېږي او له کاره زړه توري کېږي.
اړوند: افغان هنرمندان: پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ یو
هغې وویل:«نارینه هنرمندان چې دې هنر ته راتلل غواړي، خلک پسې بد وايي. څوک وآيي ګناه کوي، څوک ورته ډم وايي. په داسې وخت کې چې ښځینه سندرغاړې چې په موسیقۍ کې ځانته نوم جوړوي، نو دا ډېره لویه خبره ده.»
په داسې حال کې چې پښتو هنر، موسیقي او پښتانه هنرمندان له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، سندرغاړې شکیله ناز د دا شان مرکز جوړېدل له «یوه زیري کم نه ګڼي.»
اړوند: طالبانو له خوا د موسیقي آلاتو سوځول او هنرمندانو سره توهین آمیزه چلن
ځوان او مشهور سندرغاړي کرن خان هم په خپلو خبرو کې د پښتو موسیقۍ او سندرغاړو اوسني وضعیت ته په کتو د دغې مرکز جوړېدل مهم وګڼل او له دې امله یې ټولو پښتنو ته مبارکي ورکړه.
دا لومړی ځل دی چې پښتون هنرمند هارون باچا د پښتو موسیقۍ د ودې او پراختیا له پاره دا شان مرکز جوړوي، تر دې مخکې د پښتو موسیقۍ د ودې، پرمختګ او مسلکي کار له پاره دا شان مرکز نه دی جوړ شوی.