نیلا ابراهیمي د ماشومانو د سولې معتبره جایزه وګټله
۱۴۰۳ آبان ۳۰, چهارشنبهنيلا ابراهيمی، کابو درې کاله تر دمخه وروسته له هغې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، له خپلې کورنۍ سره له هیواده ووتله.
۱۷ کلنه نیلا ابراهیمي د چاپېریال ساتنې فعالې ګریټا ټنبرګ او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ په تعقیب سره د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه وګټله.
په امستردام کې ددغې غونډي تنظیم کوونکو KidsRights ټولنې له خوا ويل شوي: «افغانه ابراهیمي چې اوسمهال په کانادا کې میشته ده، په زړورتیا سره د خپل هېواد د نجونو او ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي.»
په هالنډ کې د «ماشومانو د حقونو« د دغه بنسټ له خوا زياته شوې: » د یوې پیاوړې اعتراضي سندرې له ثبتولو وروسته چې ډیره مشهوره شوه، نیلا نورې افغان نجونې هڅوي چې د خپلو حقونو لپاره ودریږي او په نړیوالو غونډو او د عامه ویناوو له لاري دي خپل غږ پورته کړي او د هغو بې عدالتیو په وړاندې مبارزه وکړي چې دوی ورسره مخامخ دي.»
ابراهیمي وویل، «د ماشومانو د سولې د نړیوالې جایزې ګټل به په دې معنا وي چې د افغان ښځو او نجونو غږ به په ټوله نړۍ کې انعکاس پيدا کړي.»
هغې د جایزې ترلاسه کولو وروسته دا هم وويل: «موږ ټول باید هغوی ته (افغان نجونو ) ته په تیاره وخت کې ځواک او هیله ورکولو ته دوام ورکړو.»
ابراهیمي تېر کال په دې اړه خبرې وکړې چې څنګه یې کورنۍ د افغانستان له سقوط پنځه ورځې وروسته پاکستان ته وتښتېده. هغه اوس په کاناډا کې ژوند کوي.
وروسته له هغې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک تر لاسه کړ، سمدستي یې د امریکا تر مشرۍ لاندي ځواکونه له افغانستانه وایستل او د اسلامي شریعت سخت تعبیر یې نافذ کړ.
ددغې ډلې د واکمنیدو سره سم ښځې او نجونې نوره اجازه نه لري چې له ابتدایې ښوونځۍ ور هاخوا زده کړې وکړي، ددې تر څنګ پارکونو، جیمونو یا سینګارتونونو ته هم نشي تللی.
او دا سپارښتنه هم ورته شوې چې پرته له نارینه دي له خپلو کورونو څخه نه وځئ.
په یوه وروستي فرمان کې دا هم ور اضافه شوه چې ښځې دې په عامه ځایونو کې په لوړ غږ خبري نه کوي.
ملګرو ملتونو دغه وضعیت «جنسي اپارتاید» بللی، خو د طالبانو حکومت دا اندېښنې »بې اساسه او د یو څو هغو ښځو د څرګندونو پر بنسټ یې تبلیغات بللي چې د دوې په وینا تښتېدلي دي.»
نيلا ابراهيمي، تېر کال په جنیوا کې د بشري حقونو یوې غونډې ته وویل، «په داسې حال کې چې زه په خپل نوي کور کې ځان خوندي احساسوم، خو هره ورځ د هغو نجونو په اړه فکر کوم چې په افغانستان کې پاتې دي.»
هغې زیاته کړه: «[ د هغو په اړه ]چې هيڅ هیلې ورپاتې نه دي.»
نیلا د ۴۷ هیوادونو له ۱۶۵ کاندیدانو څخه غوره شوې وه او هغې ته دا جایزه يمنۍ خبريالې توکل کرمان لخوا ورکړل شوه چې د نوبل جایزه یې ګټلې وه.
(AFP) B/S Sh/A