نړېوال ريکارډ؛ د اور لګیت له لرګیو جوړ د ایفل برج
فرانسوي ريچارد پلاوډ د اور لګیت یا ګوګړو له لرګيو څخه د ایفل تر ټولو لوړ برج جوړ کړی. په دغه برج کې د اور لګیت څه باندې ۷۰۶زره لرګي او ۳۲ کیلو سريښ کارول شوي دي. په جوړولو یې ۴۲۰۰ ساعتونو، څه باندې اته کاله تېر شوي دي.
اته کاله خواري
فرانسوي ريچارد پلاوډ د اور لګیت یا ګوګړو له لرګيو څخه د ایفل تر ټولو لوړ برج جوړ کړی. په دغه برج کې د اور لګیت څه باندې ۷۰۶زره لرګي او ۳۲ کیلو سريښ کارول شوي دي. په جوړولو یې ۴۲۰۰ ساعتونو، څه باندې اته کاله تېر شوي دي.
د کلونو ثمره
پلاود د برج تر جوړوېدو وروسته روانه اوونۍ وويل چې هغه داسې احساس کوي لکه د تفريحي اورګاډي په کابین کې چې ناست وي. هغه رويټرز ته وويل: «ما د اتو کلونو له پاره تل دا فکر کاوه چې د ګوګړو یا اور لګیت له لرګيو تر ټولو لوړ ساختمان جوړ کړم.»
د اور لګیت یا ګوګړو د ډکو استفاده
پلاوډ له عادي ګوګړو چې په بازار کې خرڅيږي، استفاده کړې خو د هغو تور سرونه ېې قطع کړي دي. اما هغه له دغه کاره ستړی شو او له کارخانې ېې غوښتنه وکړه تر څو ورباندې د اور لګیت ساده ډکې خرڅ کړي.
د ګينس د نړېوال ريکارډونو ادارې هرکلی
د ګينس د ريکارډونو کتاب په ابتدا کې د پلاوډ پروپوزل رد کړ خو وروسته ېې ورڅخه هرکلی وکړ.
تیار لکه اصلي
د ګينس نړيوال ريکارډونو مشر، مارک مک کينلي وويل: «موږ واقعاً هيجاني او خوښ شولو چې وتوانيدو دا تصدیق کړو.» هغه وويل چې دوی د اور لګیت د نوعیت په هکله په ابتدا کې يو څه ګيچ شوي وو، خو په رسمي توګه د ریچارډ پلاوډ هڅې حېرانوونکي دي
ګوستاف ایفل
په پاریس ښار کې د ایفل برج، مهندس ګوستاف ایفل لخوا طراحي شو. د هغه د سر یوه مجسمه د دغه برج لاندې نصب ده.
الکساند ګوستاف ایفل
د فرانسې په پاریس ښار کې د ایفل برج فرانسوي انجنیر الکساندر ګوستاف (۱۸۳۲-۱۹۲۳) ایفل طراحي او جوړ کړی. دغه فرانسوی انجنیر تر ډېره د همدې برج په خاطر مشهور دی.
نړېوال شهرت
په فرانسه کې د ایفل برج د نړۍ له ډېر ليدونکي او نوموتو سيل ځایونو څخه دی. هر کال د نړۍ له مختلفو برخو څخه په ميلیونونو سیلانیان پاریس ته ځي او د دغه برج کتنه کوي.
د پاریس ايکسپو
فرانسې د ایفل برج په پاریس کې د ۱۸۸۹ ایکسپو یا نړېوال نندارتون په مناسبت جوړ کړ. دغه انځور د ۱۸۸۸ کال په شاوخوا کې د برج د جوړېدو پر مهال احیستل شوی دی.