نوموتی کشمیری خبریال شجاعت بخاري وژل شوی دی
۱۳۹۷ خرداد ۲۵, جمعهنوموتی خبریال شجاع بخاري له خپلو دوو ساتونکو سره د هند تر ولکې لاندې کشمیر په سرینګر ښار کې د جون مياشتي پر ۱۴مه ویشتل شوی دی. د پولیسو په خبره بخاري هغه نامعلومه موټر سایکل سپرو په ډزو وویشت چې له دفتر څخه د خپل کور پر لور روانیده.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې بخاري په سخت ټپي حالت کې روغتون یوړل شو خو د خپلو ټپونو له کبله یې ساه ورکړه. د هغه له دوو ساتونکو څخه هم یو تن وژل شوی دی.
بخاري چې څو پنځوس کلن وو د کشمیر کړکیچ د سوله ایز حل غوښتونکی وو او د بشري حقونو په پلویتوب یې هڅې کولې. شجاعت بخاري د انګلیسي ورځپاڼې ډیلي رایزنګ کشمیر، د اردو ورځپاڼې بلند کشمیر او سنګر مل ډیلي مسوول مدیر وو.
د هند د کورنیو چارو وزیر رنجت سنګ، بخاري د یوه زړوه او نه ویریدونکي کس په توګه یاد کړی دی.
شجاعت بخاري په تیرو وختونو کې له دویچه ویله، سره د خبریال په توګه کار کړی وو. بخاري چې د هندي ورځپاڼې دي هندو، سره یې هم کار کړی د خبریالانو په منځ کې شهرت لري. کشمیري رسنۍ د هغه وژنه پر خبریالۍ باندې برید ګني.