«له ایران سره د اتومي تړون لغو کول به د سیمې اتومې کیدل وي»
۱۳۹۶ مهر ۲۰, پنجشنبهتمه کیږي چې امریکا متحد ایالات به په نزدې راتلونکې د ایران پر وړاندې خپله ستراتیژي اعلان کړي. په نوې ستراتیژي کې به د ایران پر وړاندې د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ موقف هم روښانه شي. که څه هم اروپايي هیوادونه له ایران سره د اتومي تړون پر دوام باندې ټینګار کوي، خو د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، په وار وار دغه تړون په سختو ټکو غندلی او هغه یې د خپل هیواد په ضرر بللی دی.
په همدې حال کې د آلمان د پارلمان د نړیوالو اړیکو د کمیسیون او زرغون ګوند غړی امید نوري پور، له ایران سره د اتومي تړون پر اهمیت باندي ټینګار کوي. هغه وایي: «اروپایان باید په صراحت سره امریکایانو ته ووایي چې که تړون لغو شي، موږ به په شدت سره د هغه له اغیزې او احتمالي جانبي عوارضو سره مخامخ شو.»
نورې پور زیاتوي: «دا موضوع په جدي توګه په اروپا کې زموږ پر امنیت باندې اغیزه کوي. واضح خبره ده چې دا هسته وي تړون د یو اړخ له پاره هم بشپړ نه دی، خو هغه تر اوږدو خبرو اترو وروسته رامنځ ته شوې دی.»
هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې د ولسمشر د هغو تورونو په اړه هم څرګندونې وکړي چې وایي ایران د سیمې په بې ثباتي او د عراق، سوریې او یمن په چارو کې لاس وهنه کوي. نوري پور تایید کړه چې ایران په سیمه کې یو تهاجمې سیاست لوبوي. د دغه آلماني سیاستوال په خبره ایران په لبنان او سوریه کې بې ثباته کوونکي نقش لوبوي خو په یمن کې بیا اصلي ستونزه د سعودي عربستان تهاجمي سیاست دی.
د آلمان د پارلمان دغه غړي وویل چې له ایران سره د اتومي تړون لغو کول به د دې لامل شي چې په منځني ختیځ کې د اتومي کیدو یوه سیالي رامنځ ته شي: «که امریکایان دغه تړون لغو کړي او نوي بندیزونه وضع کړي، نو اروپایان به له چینایانو او روسانو سره له خبرو کولو پرته کومه بله چاره و نه لري چې د دې تړون د لغو کیدو مخه ونیول شي. موږ باید فکر او له یو بل سره خبرې وکړو، چې د دې تړون د دوام له پاره لارې چارې وموندلي شي. موږ د ایران د اتومي کیدو اجازه نه شو ورکولای چې نور هیوادونه یې هم په تعقیب په ورته کار لاس پورې کړي.»
د ایران او نړیوالو ځواکونو تر منځ اتومي تړون، د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال تر اوږدو خبرو اترو وروسته رامنځ ته شو.
ماتیاس فون هاین/ م.ج