ننګرهار: د ۱۷ رسنیود بندولو له کبله د خبریالانود مرکزاندیښنې
۱۴۰۳ مرداد ۱۷, چهارشنبهد طالبانو د ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سه شنبه په ورځ په ننگرهار ولایت کې د مالیې د نه ورکولو له امله د ۱۷ سیمه ائیزو رسنیو فعالیتونه ځنډولي دي. دغه وزارت خبرداری ورکړی، تر هغو چې دغه رسنۍ مالیې تحویل نکړي، د فعالیت اجازه به ونلري.
د طالبانو د ادارې دغه اقدام، له رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ د بڼسټونو غبرگونونه راپارولي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز له دغه اقدام څخه په سختې اندیښنې سره په دې پریکړه کې د بیا غور کولو او د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره له محلي رسنیو سره د طالبانو د عادلانه چلند غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په ننگرهار ولایت کې د ځینو محلي سرچینو په حواله لیکلي دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې «اترا» په دغه ولایت کې د خصوصي راډیو او ټلویزیونونو د فعالیت د ځنډولو پریکړه په لیکلي ډول د رسنیو خاوندانو ته رسولې ده.
د خبریالانو د مرکز د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چی «اترا څرگنده کړې چی د ننگرهار د محلي رسنیو د خاوندانو له خوا د فریکونسۍ د مالیو د نه ورکولو او د دغو رسنیو د فریکونسۍ د اجازه نامې د نه تمدید له امله، له دې وروسته سیمه ایزي راډیو گاني او ټلویزیونونه د مخابراتي خدماتو د قانون د ۳۷ مادې له مخي د فعالیت اجازه نلري.»
په عین وخت کې په ننگرهار ولایت کې ځینو سرچینو خبر ورکړی چې د طالبانو استخباراتو د ملي ټلویزیون خبریال، عزیزاحمد وفا نیولی دی. د دغو سرچینو په حواله د نوموړي خبریال د نیول کیدو علت تراوسه معلوم نه دی.
په افغانستان کی د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په تیرو دریو کلونو کې خبریالانو د شکنجې او نیونې پیښې او د خبریالانو او رسنیو پر فعالیتونو باندې محدودیتونه ادامه لري. سربیره پردې ډیری رسنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره هم لاس او گریوان دي چې له همدې کبله د ډیریو رسنیو فعالیتونه په ټپه دریدلي دي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، د یو شمیر راډيوګانو او ټلوېزيونونو د جوازونو د ځنډولو پرېکړه چې د جوازونود تمدید پيسې یې نه وي ورکړې، د ۱۴۰۲ کال د میزان پر دوهمه نیټه نيول سوې وه او د هېواد په ټولو ولايتونو کې د تطبيق وړ ده.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخي، د ننگرهار سیمه ائیزي راډیو گاني او ټلویزیونونه هر کال د خپلو جوازونو د تمدید له پاره ۱۰۸ زره او همدارنگه ۲۵ ډالر اضافي فیس ورکوي.
خو په ننگرهار کی د محلي رسنیو مسؤلین وایی چې د دغو رسنیو اقتصادي ستونزې د جمهوري نظام تر سقوط وروسته او د طالبانو د حاکمیت د دورې پر وخت ډیرې سوي دي.
په افغانستان کې د رسنیو له پاره تجارتي اعلانونه د عاید اصلي سرچیني شمیرل کیدې، چې په تیرو دریو کلونو کې بیخي راکم سوي دي او له همدې کبله رسنۍ د خپل لگښت او ډیرو مالیو د تأمینیولو له پاره لازم مالي وس نلري.
GP/AH/Ebrahimkhil, Shakila