نقاب په کومو اروپايي او اسلامي هیوادونو کې منع دی؟
په هالنډ کې د اګست له لومړی نیټې پر بشپړ نقاب یا حجاب بندیز ولگيد. د هالنډ ترڅنګ ځينو نورو اروپايي هیوادونو هم په ورته اقدام لاس پوري کړی. خو آیا پوهیږئ چې ځيني اسلامي هیوادونو هم پر حجاب یا نقاب بندیز وضع کړی دی؟
څوارلس کلن اوږد بحث
تر څوارلسو کلونو اوږدو بحثونو او ناندریو وروسته، هالنډ پریکړه کړې چې د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې له لومړۍ نیټې به پر حجاب یا نقاب بندیز عملي شي. د هالنډ پارلمان په تیري جون میاشت کې د دغه قانون د تصویب له پاره مثبته رایه وکاروله.
لومړی په فرانسه کې بنديز
په اروپا کې فرانسه لومړی هیواد دی چې په عامه ځایونو کې یې د میرمنو پر بشپړ حجاب یا نقاب بندیز وضع کړ. د پاریس حکومت په ۲۰۱۱م کال کې دغه راز یو بندیز عملي کړ چې له کبله یې په دې هیواد کې شاوخوا ۲۰۰۰ مسلماني میرمنې اغیزمنې شوي دي.
بلجیم هم بنديز لگولی
په فرانسه کې پر نقاب د بندیز تر وضع کیدو یوازې درې میاشتي وروسته یعنې د ۲۰۱۱م کال په جولای میاشت کې بلجیم هم په ورته اقدام لاس پوري کړ او د مخ پر پټولو یې بندیز وضع کړ. د بلجیم د قوانینو په رڼا کې هغه میرمنې چې مخ پټوي پر جریمي سربیره به تر اوو ورځو پورې زنداني کړل شي.
اتریش هم د نقاب یا حجاب پر اغوستو بندیز وضع کړی
په اتریش کې د میرمنو پر حجاب یا نقاب د بندیز دغه قانون د ۲۰۱۷م کال په اکتوبر میاشت کې تصویب شوی دی. د دغه قانون پر اساس په عامه ځایونو کې باید د میرمنو څیره په ښکاره توګه د لیدو وړ وي.
بلغاریا هم د میرمنو پر نقاب یا مخ پټولو بندیز وضع کړی خو استثنا لري
د هالنډ په څیر بلغاریا هم په ۲۰۱۶م کال کې د مخ پر پټولو بندیز وضع کړی دی. د دغه قانون نه مراعت کوونکې میرمنې ښايي ان تر۷۵۰ یورو پورې جریمه شي. خو د نورو هیوادونو برعکس په عبادتځایونو، د لوبو په ځایونو او دفترونو کې استثنا موجوده ده.
ډنمارک هم ورته قانون لري
په ډنمارک کې د ۲۰۱۸م کال د اګست میاشتې له لومړۍ نیټې پر مخ پټولو یا نقاب باندې بندیز وضع شوی دی. د تیر کال په می میاشت کې د ډنمارک پارلمان دغه قانون د رایو په اکثریت سره تصویب کړ. د دغه قانون تر تصویب وروسته، د ډنمارک حکومت وویل چې دغه اقدام مذهبي اړخ نه لري.
په مراکش کې هم پر نقاب بندیز وضع دی
مراکش له ۲۰۱۷م کال راهیسې پر داسې جامو بندیز وضع کړی چې له امله یې د یو چا مخ په بشپړه توګه پټ شي. په دغه اکثریت مسلمان میشته هیواد کې د دغه کار تر شا هدف امنیتي دلایل په ګوته شوي دي. هغه مهال د دې هیواد حکومت ویلي وو چې یو شمیر مجرمین د جرمونو د ترسره کولو له پاره له دغه راز جامو څخه د وسلو په توګه کار اخلي.
چاډ او پر حجاب بندیز
د فریقا بل مسلمان هیواد چاډ هم د ۲۰۱۵م کال د جون په میاشت کې تر دوو خونړیو ځانمرګو بریدونو وروسته، د څیرې پر بشپړ پټولو بندیز وضع کړ. هغه مهال حکومت ویلي ول چې د بوکو حرام په نامه ترهګره ډله د خپلو بریدونو د کامیابۍ له پاره له حجابونو ګټه اخلي. د چاډ له پنځوسو سلنه څخه ډیر وګړي مسلمانان دي.
په تونس کې امنیتي اندیښنې او د حجاب بندیز
د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې په تونس کې تر ترهګریزو بریدونو وروسته، د دې هیواد ولسمشر د څیرې پر بشپړ پټیدو باندې بندیز وضع کړ. په دې مسلمان میشته هیواد کې د دغه بندیز اصلي دلیل امنیتي اندیښنې په ګوته شوي دي.
تاجيکستان، مخ پټولو ته اړتیا نه شته
تاجيکستان د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر میاشت کې له وړاندې نه په موجود یوه قانون کې تر تغیراتو وروسته، د ځايي جامو پر ترویج ډیر فشار راوړل شو. دغه اکثریت مسلمان میشته هیواد د دغه قانون له لارې د مخ د بشپړ پټولو مخنیوی وکړ او حجاب یا نقاب یې منع کړ. خو بیا هم دغه هیواد د دغه قانون سرغړونکو ته کومه جریمه او یا جزا نه ده ټاکلې.