1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضانایجریا

نایجریا: پر زندان د وسلوالو د برید له کبله بندیان تښتیدلي

۱۴۰۱ تیر ۱۵, چهارشنبه

په نایجریا کې وسلوالو پلازمينه ابوجا ښار ته نژدې پر یو محبس برید کړی په سلونو بندیان ېې آزاد کړي دي. چارواکو ویلي دي چې شاوخوا ۳۰۰ تنه تښتیدلي بندیان یې بیرته نیولي دي.

https://p.dw.com/p/4DlyA
Nigeria I Ausbruch Hochsicherheitsgefängnis in Kuje
انځور: Afolabi Sotunde/REUTERS

د نایجریا حکومت د چهارشنبې په ورځ وویل چې ښکمنو جهاديانو پر زندان برید کړی. چارواکو زیاته کړه چې برید کوونکي د ټوپکو او چاودیدونکو موادو په کارولو سره توانیدلي چې زندان ته داخل او په سلونو بندیان آزاد کړي.

امنيتي ځواکونو بیا د چهارشنبې په ورځ سهار وختي په سیمه کې لارې بندې کړې. له زندانه بهر یو بس او څو موټر لیدل شوي چې سوځيدلي دي.

د نایجریا د کورنيو چارو وزارت يوه لوړ رتبه چارواکي شوايبو بلګور وويل چې د شاوخوا ۶۰۰ تښتيدلو بندیانو له ډلې څخه يې د ۳۰۰ په شاوخوا کې بیرته نيول شوي دي. د ځایي اوسیدونکو له قوله ويل شوي چې د سه شنبې په ورځ ناوخته ېې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اوریدلی دي.

ks/ms (AFP)