ناټو له روسیې سره د افغانستان پر موضوع غږیږي
۱۳۹۵ فروردین ۲۴, سهشنبهد ناټو یوې ویاندې ویلي دي: «دا به د تل په څیر کار نه وي، خو موږ ډیالوګ ته اړتیا لرو.»
روسیې او ناټو په وروستیو کلونو کې هیڅ کله هم خپلې اړیکې په رسمي توګه نه وې شلولې، خو د ۲۰۱۴ کال له جون میاشتې راهیسې بیا مسکو او د ناټو چارواکو یو له بل سره په رسمي توګه نه وو لیدلي. د اړیکو د ترینګلي کیدو لامل په اوکراین کې د روسیې مداخله او د ځان سره د کريميا الحاق وو چې د ناټو د غړو هیوادونو نیوکې یې راپارولي دي.
اوس دواړو اړخونو د سفیرانو په کچه په بروکسل کې د ڼاتو-روسیي په شورا کې د خبرو اترو له کولو سره موافقه کړې ده.
که څه اوس هم روسیه او لویدیځ هیوادونه د اوکراین په موضوع کې یو له بل سره په تقابل کې دي، خو دغه غونډه به د تصادفي مخامخي د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.
په داسې حال کې چې ناټو په ختیځې اروپا کې خپل پوځي حضور له سړې جګړې راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته رسوي، د دې سازمان چارواکي غواړي له روسیې سره خبرې اترې وکړي چې په راتلونکې کې کومه غلط فهمي رامنځ ته نه شي.
ناټو د ۲۰۱۴ کال په اپریل میاشت کې له روسیې سره خپلې ټولې عملي همکارۍ په اوکراین کې د مسکو د لاسوهنې پر وړاندې د احتجاج په توګه وځنډولې.