ناټو: د یاغیانو بریدونه ۱۱ سلنه ډیر شوي دي
۱۳۹۱ مرداد ۶, جمعهد ناټو له خوا په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې یاغیانو د روان کال په جون میاشت کې له ۲۰۱۰ کال راهیسې تر ټولو ډیر بریدونه کړي دي.
ناټو دغه شمیرې د پنجشبنې په ورځ خپرې کړي دي. له دې سره نو اوس تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په هکله اندیښنې لا ډیرې شوې دي. په پلان کې ده چې په دغه کال کې به له دې هیواد څخه د ناټو ټول جنگي ځواکونه ووځي او د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
یو شمیر کارپوهان اندیښنه لري چې افغان امنیتې ځواکونه به و نه شي کولای چې تر دې کال وروسته د خپل هیواد امنیت ټینگ کړي او له ډیرو ستونزو سره به مخامخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه بیا د افغانستان د راتلونکې له پاره لوړې هیلې لري. نړیوالې ټولنې له افغان امنیتي ځواکونو څخه تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل ملاتړ اعلان کړی دئ او ویلي ئې دي چې د دې ځواکونو تجهیز او روزنې ته به دوام ورکړي.
ناټو په تیرو دریو میاشتو کې د یاغیانو په بریدونو کې د ډیروالې له پاره دوه ممکنه لاملونه څرگند کړي دي. د ناټو په حواله د بریدونو د ډیروالي لومړی لامل کیدای شي په افغانستان کې د تریاکو وختي حاصلات او دویم لامل د افغان امنیتي ځواکونو د شمیرې لوړوالی وي.
د ناټو په خبره د افغان ځواکونو د شمیرې له لوړیدو سره په عملیاتو کې د هغوی ونډه هم ډیره شوې ده او له همدې کبله په ډیرو جگړو کې ښکیل دي چې په پایله کې ئې د هغوی تلفات هم ډیر شوي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم