پلوسي: امریکا به چین ته اجازه ور نه کړي چې تایوان منزوي کړي
۱۴۰۱ مرداد ۱۴, جمعهد امريکا د متحده ايالاتو د استازو مجلس رئيسه نانسي پلوسي اسيايي هيوادونو ته د خپل سفر په وروستي پړاو کي جاپان ته ولاړه. هغې هلته وویل چې امریکا په سیمه کې د وضعیت د بدلولو په لټه کې نه ده.
د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ویلي دي چې واشنګټن به چین ته اجازه ور نه کړي چې تایوان منزوي کړي. تر دې څرګندونو مخکې پلوسي تایوان ته سفر کړی وو چې د چين غوسه يې راوپاروله.
پلوسي څه ویلې دي؟
پلوسي په توکیو کې د جاپان له لومړي وزیر فومیو کیشیدا سره د خبرو وروسته وویل: »دوی ممکن تایوان د نورو ځایونو لیدو یا ګډون کولو څخه وساتي، مګر دوی به زموږ د سفر کولو په مخنیوي سره تایوان څنډې ته نه کړي.«
تر دغو څرګندونو وروسته د متحده ایالاتو دغې قانون جوړونکي وویل: »موږ په پسرلي کې په لوړه کچه لیدنې درلودې، زموږ دغه دوه اړخیزې لیدنې به دوامداره وې او دوی ته به اجازه ور نه کړو چې تایوان منزوي کړي.«
خو دغه امریکايي چارواکې ټینګار کوي چې سنګاپور، مالیزیا، تایوان، جنوبي کوریا او جاپان ته د هغې د سفرونو موخه "د وضعیت بدلول" نه دی.
د پلوسي دغه سفر دا تور پر امریکا لګولی چې ګواکې متحده ایالات د تایوان د خپلواکۍ ملاتړ کوي. د دې تورونو په اړه، نانسي پلوسي وویل: »موږ له پیل څخه ویلي چې زموږ د ادارې موخه دلته دا نه ده چې په آسیا او تایوان کې وضعیت بدل کړي.»
د چین پوځي مانورنه؛ تایوان ته ځيني پروازونه لغوه شوي
پلوسي وويل، د دې د سفر موخه د تايوان په تنګي کې د وضعيت د ټينګښت په معنا وه. د هغې په وينا، دغه سفر د تايوان د اړيکو د قوانينو، د امريکا او چين د تګلارو او د هغو ټولو تړونونو او قوانينو په اړه وو چې د دوی اړيکې تعريفوي.
پلوسي کومو ځایونو ته سفر وکړ؟
پیلوسي د سه شنبې په ورځ تایوان ته تللې وه او دغه هیواد یې د "نړۍ تر ټولو آزاده ټولنه" وبلله.
دا په داسې حال کې ده چې چین تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي. تایوان ته د پلوسي د سفر په ځواب کې، چين د تايوان په شاوخوا کې پوځي تمرینونه پیل کړل. د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په دې تمريناتو کې له سلو زياتو جنګي الوتکو او لسو بېړيو ګډون کړی دی.
په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د پلوسي د سفر په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دغه سفر د تایوان تنګي ثبات ته زیان رسولی دی. د تایوان تنګي هغه برخه ده چې تایوان له چین څخه جلا کوي.
پلوسي د تایوان له ولسمشرې سره وکتل؛ بیجینګ د امریکا سفیر احضار کړ
پیلوسي د پنجشنبې په ورځ جنوبي کوریا ته هم تللې وه. نوموړي د هغه هيواد له مشرانو سره د لیدنې تر څنګ د غیر نظامي سیمې "DMZ" څخه هم لیدنه وکړه دا هغه سیمه ده چې جنوبي کوریا او شمالي کوریا سره جلا کوي.
د دغه سفر په ترڅ کې د جنوبي کوریا د پارلمان مشر کیم جین پي وویل چې پلوسي د شمالي کوریا له خوا د احتمالي اټومي ګواښ په اړه هم اندېښنه شریکه کړه.