1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نازیان څرنګه وتوانیدل چې ځيني مسلمانان له ځان سره یوځای کړي؟

۱۳۹۶ آبان ۲۴, چهارشنبه

په دویمه نړیواله جګړه کې په زرونو مسلمانانو د نازیانو ملاتړ کړی وو. تاریخ پوه داوید موتادیل وایې چې ادولف هټلر ولی مسلمانانو ته اړتیا درلوده او د هغه وخت د مسلمانانو مشرانو، ولي د هغه ملګرتیا وکړه؟

https://p.dw.com/p/2nesw
Bosnier bei der Wehrmacht (1943)
انځور: Getty Images/Keystone

دویچه ویله: تاسې په خپل کتاب «Für Prophet und Führer» یا پيغمر او رهبر کې د اسلامي نړۍ په باب د نازیانو رژیم پر سیاست خبري کړي دي. دا څه ډول یو سیاست وو؟

داوید موتادیل: کله چې د نازیانو پوځ په ۱۹۴۱م کال کې بالکان، شمالي افریقا، قفقاذ، منځنی ختیځ او په منځنۍ اسیا کې د مسلمانو سیمو ته ور ننوت، د اسلام او د سیاسي ارزښت په هکله یې څیړني پيل کړې. وروسته تر دې د نازیانو له خوا د گډ دښمن برتانوي سلطنت، شوري اتحاد، امریکا او یهودانو پر ضد له مسلمانانو سره یوځای د یو ګډ اتحاد جوړولو هڅې پيل شوې.

دویچه ویله: د نازیانو پالیسي څرنګه وتوانیدل چې مسلمانان له ځان سره ملګري کړي؟

داوید موتادیل: نازیانو په جګړه ځپلو سیمو کې په پراخه کچه مذهبي پالیسي معرفي کړه او د پروپاګند له لاري یې نازي رژيم د اسلام ملاتړ کونکي حکومت د ثابتولو کوښښ وکړ. د ۱۹۴۱م کال په پيل کې نازي پوځ د اسلام په اړه د «نظامي لارښوونکو کتاب» خپور کړ چې په هغه کې نازي پوځ ته سپارښتنه شوې وه چې د مسلمانانو په سیمو کې دې د اسلام مطابق چلند څخه کار واخلي.

داکتر داوید موتادیل
انځور: Privat

په ختیځه جبهه کې نازیانو د هغو جوماتونو، مدرسو او مقدسو ځایونو د بیارغونې امر وکړ چې مسکو ویجاړ کړي ول. د شوروي اتحاد د نفوذ کمزورولو له پاره د مسلمانانو د مذهبي مراسمو او محفلونو پر جوړیدو ټینګار وشو. آلماني چارواکو په ځانګړي توګه د مسلمانانو د رهبرانو د ملاتړ ترلاسه کولو کوښښ وکړ. په ختیځو سیمو، بالکان او شمالي افریقا کې د مسلمانانو د تحریکولو له پاره یې مذهبي ویناوي او الفاظ استعمال کړل. دوی د خپلو سیاسي موخو له پاره د جهاد اړوند له قراني آیاتونو څخه هم کار واخیست.

نازي حکومت له ۱۹۴۱م کال څخه د په زرونو مسلمانانو استخدامول پیل کړل، تر څو د آلمانانو وینه ضایع نه شي. مسلمان سرتیري په ټولو جبهو کې وجنګیدل. آلماني پوځ دغو مسلمانانو ته مذهبي آزادي هم ورکړه. د مثال په توګه دوی ته د څارویو د ذبح یا حلالولو اجازه هم ورکړل شوه. مخکې تر دې په ۱۹۳۳م کال کې له امپریالیزم سره د دښمنې پر بنسټ د هټلر حکومت د حیواناتو د ساتنې د قانون له مخې پر ذبح بندیز لګولی وو.

دویچه ویله: ډیر خلک په دې اند دي چې مسلمانانو د امپریالیزم ضد ګډو احساساتو له امله د نازي حکومت ملګرتیا کړې. د داسې انګیرنو په اړه تاسې څه وایې؟  

داوید موتادیل: د آلمان د نازي حکومت له خوا د دې سیاست تر شا د هغه ستراتیژیکې ګټې وې. د دوی په پروپاګندونو کې په ځانګړي توګه په عربي نړۍ کې د امپریالیزم ضد موضوعاتو ته ډیر ارزښت ورکول شوی وو.

له فلسطين څخه پر کوچیدلو یهودانو حملو کې اکثره د آلمان له خوا د امپریالیزم ضد پروپاګند رول درلود. په هغه وخت کې دې موضوع ته د عربو په سیاست کې ډیر ارزښت ورکړل شوې وو.

بل لور ته سړی نه شي کولی ټول مسلمانان په یوه ګټه ګورۍ کې محدود کړي. د نازي حکومت یو شمیر مسلمان اتحادیان د بیلګې په توګه د یوروشلم یا بیت المقدس مفتي هم لکه د نازیانو په شان د امپریالیزم مخالف وو. جګړه ځپلی بالکان، شمالي افریقا او په ختیځو سیمو کې وضعیت ډیر پیچلی وو. په دغو سیمو کې له سونو کلونو راهیسې مسلمانان او یهودیان ګډ میشت ول او ځينې وختونه خو مسلمانانو خپل په ګاونډ کې له میشتو یهودانو سره مرسته هم کړې ده، د بیلګې په توګه دوی یې له نازي آلمانانو څخه ژغولي ول.

دویچه ویله: نازي حکومت له ځان سره د مسلمانانو په یوځای کولو سره کوم هدف ته ځان رسول غوښتل او د مسلمانانو رهبرانو له نازیانو څخه کومې هیلې درلودې؟

داوید موتادیل: له نازیانو سره د مسلمانانو اتحاد یوازې د دې له پاره نه وو چې مسلمان میشته سیمې د جګړې برخه ګرځیدلې وه. تر دې مهمه خبره دا وه چې په۱۹۴۱ او ۱۹۴۲مو کلونو کې د آلمان نظامي وضعیت ډیر زیات خراب شوی وو. آلماني پوځ تر ډیر سخت فشار لاندي وو او په برلين کې پالیسي جوړونکو د پراخه جنګي اتحاد جوړولو په اړه فکر کول پیل کړي ول. د دې پالیسې د مخ بیولو له پاره په ډیري چټکۍ سره کار پیل شو. د مسلمان میشته سیمو د آزادولو له پاره د هغو سیمو مسلمانان د هټلر په ملاتړ د جنګیدلو له پاره هڅول شوي ول.

له نازیانو سره یوځای کیدونکو ډیرو مسلمانانو د خپل دې اقدام له پاره یو څه عملي دلایل هم درلودل. هغوي فکر کاوه چې آلمان په ۱۹۴۱-۴۲ م کلونو کې د جګړې ګټونکی وو او په راتلونکې کې به هم همداسې وي. دوی هیله درلوده چې نازیان به د دوی په آزادۍ کې رول ولوبلوی شي د بیلګې په توګه له بریتانوي امپراطورۍ څخه د آزادۍ په ترلاسه کولو کې. د دغو پوځونو اهداف ډیر مختلف ول. طبیعي ده چې یو شمیر ګمارنې د مذهبي کرکې او مفکورې پر بنسټ هم ول، خو په مجموعي توګه داسې نه شي ویل کیدای.

د یوروشلم یا بیت المقدس لوی مفتي له ادولف هيتلر سره د ملاقات پرمهال
انځور: picture-alliance/dpa/akg-images

دویچه ویله: آیا نازیانو په ريښتیا هم د اسلام په اړه مثبت نظر درلود او که مسلمانان یې یوازي د خپلې موخې ته د رسیدو په خاطر استعمال کړل.

داوید موتادیل: زما په اند نازیانو مسلمانان د خپل هدف له پاره استعمال کړل. د نازیانو د اسلام اړوند سیاست یا پالیسۍ عملي ول. د هټلر او هائنريش هملر، په شمول د نازیانو یو شمیر لویو سیاستوالو په وار وار له خپل اړخه اسلام ته د درناوي په اړه څرګندنې کړي دي.

کله چې به هټلر کاتولیکان کمزوري او غیر موثره بلل، نو د اسلام ستاینه به یې کوله او اسلام به يې یو مستحکم، تهاجمې او حربي باله. خو سره له دې دا په مجموعي توګه یوه ستراتیژي وه، نه دا چې د مفکورې او یا نظر نږدیوالي پر بنسټ وي.

داکتر داوید موتادیل په لندن کې د «سکول آف اکنامکس اینډ پولیټیکل» کې د نړیوال تاریخ اسیستان پروفیسر دی. هغه د له نوري نړۍ سره د نوي اروپا له اړیکو سره سروکار لري. د یوه مؤرخ په توګه هغه ته د ښه کار له امله ډیري مهمي جایزې هم ورکړل شوي دي.