ناروې: د طالبانو هیڅ استازی له ښځو سره د چلند په دلیل نه منو
۱۴۰۳ آذر ۱۵, پنجشنبهد ناورې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان سفارت چې د سپتمبر په ۱۲مه وتړل شو، تر یادې نېټې ېې چارې د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو له خوا مخته وړل کېدې.
د ناروې حکومتي چارواکو وویل چې په ناروې کې د افغانستان سفارت ېې په کابل کې د طالب چارواکو د غوښتنې مطابق وتاړه. طالبان په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان بیا حاکم شوي خو حکومت ېې تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ناروې د کورنيو چارو وزير، ایسپن بارت اېدي، ويلي دي: «موږ طالبانو ته دا واضح کړه چې په اوسلو کې د نوي افغان سفير د منلو د پوښتنې ځای نشته،» که چېرته طالبان دا ډول یو نیت ولري.
اېدي د طالبانو وروستي اقدام ته اشاره کړې ده: «په وروستیو کې په (افغانستان کې) نوي محدودیتونه وضع شوي چې په ځانګړې توګه افغان ښځې او نجونې اغیزمنوي.»
د ناروې دغه وزیر زیاته کړې چې «په همدې دلیل» ناروې خپلې اړيکې راکموي.
هغه په یوه اعلاميه کې ويلي دی چې ناروي به یوازې یو افغان چارواکی ومني تر څو «قونسلي چارې، ویزې او نور عاجل موضوعات» مخته یوسي.
ناروې دغه اعلان د طالبانو تر يو نوي اقدام وروسته کړی دی. طالبانو چې مخکې ېې افغان نجونې او ښځې له شپږم ټولګې پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته له تلو منع کړې وې، تازه ېې نجونې طبي انستيتوتونو ته چې فعال پاته وو، هم له تلو منع کړي دي.