ناتو په ليبيا کی له جنګی الوتکو څخه کار واخیست
۱۳۹۰ خرداد ۱۴, شنبهد مارچ د مياشتي څخه را په دي خوا د ناټو ځواکونو د معمرالقذافي په وړاندي هوايي بريد په لاره اچولی. اوس د لومړی ځل له پاره د قذافي د ځواکونو په وړاندي د جنګی څرخی الوتکو څخه کار اخيستل شوی.
د ناټو لخوا په خبري شوي يوي خبر پاڼي کی راغلی چی د شنبه په ورځ ناټو د لومړي ځل لپاره د ليبيا په جګړی کی د څرکی الوتکو څخه کار واخيست.
د خبرپاڼي له مخی د ناټو ځواکونو دغه څرخي الوتکي قذافي ته د وفادارو پوځي موټرونو، اډو او پياده ځواکونو د په نښه کولو په موخه کارلی.
په ليبيا کي د ناټو د عملياتو يو چارواکی، جنرال بوچارد، وويل چي د ناټو ځواکونه به د دغو شان وسايلو څخه د ضرورت په صورت کی استفاده وکړي.
فرانسي او بريتانيا تيره مياشت ويلي ؤ چی دوي به په ليبيا کی د رواني جګړي لپاره څرخي الوتکي چمتو کړی.
د ناتو په خپرپاڼي کي همداراز راغلي چي د څرخي الوتکو څخه استفاده به د ليبيا په جګري کی اسانياوي راولی.
د خبرپاڼي په حواله د دغو الوتکو څخه په استفادی سره به قزافي ته وفادار ځواکونه په اسانی سره په ګوته شي.
دا په داسي حال کی ده چی د قذافي د مخالفو قواوو سره چين د څپلی لومړی رابطي پخلی کړی دی. چينايي چارواکو د ليبيا د دولت له مخلفينو سره په قطر کي ليدلي دي.
د متحده ايالاتو د سنا مجلس هم په باراک اوباما غږ کړي چی په ليبيا کي خپل دريځ روښانه کړي.
اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم