مېرکل په اروپایی اتحادیه کې د مهاجرو د عالانه ویش غوښتنه کړې
۱۳۹۶ شهریور ۵, یکشنبهد آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل د معلوماتو له مخې د آلمان حکومت د لیبیا د ساحلي ګارد پر ضد د تورونو له سپیناوي سره ډیره لیوالتیا لري، کومو چې په مدیترانه سمندرګي کې د مهاجرو د ژغورولو د چارو مخه نیولې ده. د مېرکل په خبره اروپایي اتحادیه د لیبیا ساحلي ګارد روزي او له تخنیکي لحاظه یې مجهزوي هم، څو په دې سره خپل ساحلونه وساتلی شي.
مېرکل د «ویلت ام زونتاګ» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي چې طبیعي خبره ده چې دې ته موږ ارزښت ورکوو چې د لیبیا ساحلي ګارد نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي او همداشان له مهاجرو او کډوالو او د غیر دولتي سازمانونو سره د چلن په برخه کې هم. هغې زیاته کړې ده: «که چیرې په دې برخه کې کوم شک رامنځ ته کیږي، موږ به هغه تورونه وڅیړو.»
د مېرکل په خبره څو ورځې تر مخه يې د مهاجرو چارو له پاره د ملګرو ملتونو له عالي کمیسار او د مهاجرت له نړیوال سازمان سره په دې هکله خبري کړي دي چې لیبیا ته له بیرته ستانه کړل شووانسانانو سره څه ډول د نړیوالو بشري ستندردونو له مخې چلن وشي او وپالل شي.
د آلمان صدراعظمې زیاته کړې ده: «د لیبیا په هکله هغه څه صدق کوي، کوم چې د ترکیې په هکله صدق کوي. موږ نه شو کولای د انساني قاچاقبرانو کاروبار ته چې د ډیر شمیر کسانو د وژنو مسوولیت پر غاړه لری، اجازه ورکړو. دا امکان باید له هغوی څخه واخیستل شي.» هغې په عین وخت کې په ۲۰۱۵م کال کې چې د مهاجرو شمیر خپل اوج ته رسیدلی وو، یو ځل بیا له خپلو پریکړو دفاع کړې ده.
د دوبلین د مقرراتو له مخې په اروپایي اتحادیه کې د مهاجرو د ویش په هکله میرکل انتقادي نظر څرګند کړی دی. هغې ویلي دي: «داسې نه شي کیدای چې یونان او ایټالیا دې یوازې ټول بار اوچت کړي، ځکه چې د هغوی جغرافیایي موقعیت همداسی دی او مهاجر په لومړي سر کې هلته رسیږي.» د مېرکل په خبره د اروپايي اتحادیې پر غړو هیوادونو باندې باید مهاجر په عادلانه ډول وویشل شي. د دوبلین د مقرراتو له مخې د اروپایي اتحادیې هغه هیواد کې مهاجر د پناه غوښتنه کولای شي، کوم ته چې په لومړي سر کې رسیدلی وي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې مېرکل وویل چې د هغې له نظره په اوس وخت کې شرایط داسې نه دي چې سوریایي مهاجر بیرته خپل هیواد ته ستانه شي: «زه پر دې باندې پوهیږمه چې له ګاونډیونو هیوادونو خلک بیرته [سوریې ته] ستنیږي، آن حلب ته. خو په ټوله کې په سوریه کې لا هم وضعیت دراماتیک دی.» خو هغې د ځانګړو شرایطو لاندې خپل وطن ته د لنډې مودې له پاره ستنیدل ممکن وبلل خو د رخصتیو د تیرولو له پاره نه. د یوه رپوټ له مخې د آلمان په بادن وورتمبیرګ کې ۱۰۰ داسې مهاجر پيژندل شوي دي چې له ۲۰۱۴م کال راهیسې یې څو وارې خپلو هیوادونو ته سفرونه کړي دي.