1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میسي د فوټبال لوبو څخه محروم سو

۱۳۹۸ مرداد ۱۲, شنبه

د فوټبال ارجنټاینئ ستوری، میسي په دغه درې میاشتنۍ موده کي نه یوازي په خپل ملي ټیم، بلکي ډیرو نورو له هغې جملې جرمني سره هم راتلونکې مسابقه نه سي کولای. نو پر ده باندي کوم تورونه موجود دي؟

https://p.dw.com/p/3NHcC
Copa America Brazil 2019 - Semi Final - Brazil v Argentina
انځور: Reuters/U. Marcelino

لکه څنگه چي د جنوبي امریکا د فوټبال اتحادیې، کونمې بول (Conmebol) خبر ورکړی دی، پر دغه درې میاشتي محرومیت سربیره لیونیل میسي د ۵۰ زره ډالره نقدي جریمې په ورکولو باندي هم محکوم سو.

میسي د جولای پر شپږمه په سان پاولو کي د کوپا امیریکا (Copa América) د فاینل مسابقو پرمهال د چیلي سره په مسابقه کي پر کونمې بول باندي انتقاد وکړ او ویې ویل، چي «باید په دغه اختلاس کي برخه وانه خلو.» د کامیابۍ لمانځلو پر وخت حتی بیخي حاضر هم نه سو.

د چیلي د بَیک، گاري مېډل سره د جنجال په سبب پخوا لا میسي ته سور کارت ورکول سوی او له میدان څخه ایستل سوی ؤ. ځکه نو په راتلونکي مارچ میاشت کي د ۲۰۲۲ م کال له پاره د وړتیا ښکاره کولو په لومړۍ مسابقه کي برخه نه سي اخیستلای.

Lionel MessiFußball, Fussball, International,CONMEBOL, COPA AMERICA 2019 Brasilien,Spiel um Platz 3,Argentinien - Chile 2:1
د چیلي د بَیک، گاري مېډل سره میسي د جنجال پروختانځور: picture-alliance/augenklick/firo Sportphoto


د نوي درې میاشتني محرومیت په سبب هغه په څلورو دوستانه مسابقو کي برخه نه سي اخیستلای، له هغې جملې څخه د اکتوبر پر نهمه د جرمني د فوټبال ملي ټیم سره هم. په راتلونکي سپتمبر کي د امريکا په متحده ايالاتو کي د چیلي او ارجنتین او همدارنگه په اکتوبر میاشت کي یوه بله مسابقه، چي شاید له پرتگال سره وي، هم گډون نه سي کولای.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 12.06.2015)