1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د ۲۰۱۵ کال د مهاجرت کړکيج نه بايد تکرار شي

۱۳۹۷ مرداد ۲۶, جمعه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د پنجشنبې په ورځ په زاکسن ايالت کې ژمنه وکړه چې فدرال حکومت به د ردشوو مهاجرو د اخراج په برخه کې فشارونه ډیر کړي. میرکل هلته د پګيدا ښي اړخي ډلې پلويانو له اعتراضونو سره مخ شوه.

https://p.dw.com/p/33Iya
Deutschland Bundeskanzlerin Angela Merkel
میرکل د زاکسن ایالت په مرکز دريسدن کې د وینا پر مهالانځور: picture-alliance/dpa/M. Skolimowska

میرکل د زاکسن ایالت په مرکز دريسدن کې پارلمان ته وینا وکړه او له مسيحي سوسيال اتحاد (سي دي يو) پارلماني ډلې سره تر ليدنې وروسته یې وويل: «د رد شويو مهاجر اخراجول لا هم د پخوا په څير يوه لويه ستونزه ده.»

د آلمان د صدراعظمې په وينا ايالتي حکومتونه د رد شویو مهاجرو د بيرته استولو چارو د اسانولو له پاره د فدرالي ادارو مرستو او لازمو اسنادو ته د لاسرسي اړتيا لري. میرکل وويل، «روښانه ده چې د ۲۰۱۵م کال د مهاجرت کړکيچ بايد تکرار نه شي او تکرار به هم نه شي.»

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې په سلونو زره مهاجر د آلمان خاورې ته دننه شول. د میرکل په آند خلک نور په دې اړه چې حکومت به وشي کړای دومره ډير شمير مهاجر کنترول او تنظیم کړي، خوشبينه نه دي.

د آلمان صدراعظمه دريسدن ته له رسيدو سره سم، د پګيدا ښي اړخي خوځښت له يوې ۳۰۰ کسيزې ډلې سره چې د ايالتي پارلمان ودانۍ مخې ته راټول شوي ول، مخامخ شوه. پګيدا خوځښت د آلمان له پاره بديل ګوند (اې اف دې) ملاتړ کوونکی دي.

پګيدا یا د وطنپرستو اروپايانو خوځښت، د لويديځ له اسلامي کيدو، مهاجرو او په ځانګړي توګه په اروپا کې له مسلمانانو سره مخالفت کوي. دوی تر دې مخکې ډيرې مظاهرې هم په لاره اچولي دي. د پګيدا پلويانو په خپلو اعتراضونو کې د میرکل پر ضد شعارونه ورکړي او هغه يې «له خلکو سره په خيانت» تورنه کړې. 

(dpa)ks/ms

د مهاجرت موضوع په تړاو له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: