میرکل: د پلان له مخې له افغانستان څخه وځو
۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۶, شنبهمیرکل او راسموسن وویل چې دوی به له افغانستان څخه د وتلو پر ټاکل شوي پلان باندې عمل وکړي. دوې زیاته کړه چې د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنې به له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو پر وتلو باندې کومه اغیزه و نه لري.
انگلا میرکل وویل: «المان غواړي چې د ناټو غړي هیوادونه د ټاکل شوي پلان له مخې عمل وکړي.»
د ناټو پر پلان د فرانسې د ټاکنو اغیزې
د فرانسې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند فرانسویس اولاندې، اوس د نظر پوښتنو له مخې د فرانسې د ټاکنو مخکښ کاندید دئ.
هغه ویلي دي چې که ټاکنې وگټي نو له افغانستان څخه به خپل ځواکونه د روان کال په پای کې راوباسي. فرانسه اوس مهال په افغانستان کې ۳۳۰۰ سرتیري لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن ویلي دي چې فرانسه د ناټو له ډیر مهمو غړو څخه ده.
په پام کې ده چې ولسمشر کرزی به هم د شیکاگو تر غونډې مخکې، المان ته سفر وکړي. د جمعې د ورځې په غونډه کې د دې کار له په د راروانې مې میاشتې ۱۵ نیټه د احتمالي تاریخ په توگه وړاندیز شوه.
میرکل وویل چې هغه پوهیږي چې افغانستان له المان څخه ځینې مالي توقعات هم لري. د هغې په خبره افغانستان کولای شي چې د ځواکونو تر وتلو وروسته هم د نړیوالې ټولنې پر مرستو باندې حساب وکړي.
د افغانستان د موضوع تر څنگ د میرکل او راسموسن په غونډه کې په پولند کې د اروپايي ټولنې د توغندیو د سیستم په اړه هم خبرې اترې وشوې.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض