1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل بیا د ۲۰۱۵ کال د مهاجرت له تصمیم څخه دفاع وکړه

۱۳۹۸ آذر ۲۹, جمعه

د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل یووار بیا په ۲۰۱۵ کال کي د مهاجرت د بحران پروخت د خپل هغه تصمیم څخه دفاع وکړه ،چي ددغه هیواد سرحدونه یې د مهاجرو پرمخ نه وه تړلي. هغه وخت څومره مهاجرين المان ته راغلي ول؟

https://p.dw.com/p/3V60w
Deutschland Bundeskanzlerin Merkel bei Regierungsbefragung im Bundestag
انځور: Reuters/A. Hilse

صدراعظمې انګيلا ميرکل دغه توضیحات پرون چهارشنبې د ډسمبر ۱۸ نیټه) ددغه هیواد په پارلمان کي د ښی اړخي عوامپاله (اې اف ډي) د نماینده، گاتفریدکوریو په جواب کي ورکړ، چي پوښتلي یې وه،«ایا تاسي د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ مو کلونو تر منځ د مهاجرينو په ۸۰۰ زره جرمي اعمالو کي خپل ځان شریک نه بولۍ.»

دده په نظر که چيري په  ۲۰۱۵ کال کي د جرمني سرحدونه تړل سوي وای، دغه جرمي اعمال به هم سرته نه وای رسیدلي.

میرکل خپلو خبرو ته ادمه ورکړه او ویې ویل، «چي زما په عقیده جرمني د ډیرو محتاجو خلکو سره کومک وکړ او دغه کومک د ټولي جامعې په همکارۍ او کوښښ تر سره سوی دی.»

Deutschland Berlin Fachkräfte Gipfel | Hubertus Heil, Olaf Scholz und Angela Merkel
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل په پارلمان کيانځور: Getty Images/AFP/J. Macdougall

میرکل همدارنگه وویل، چي حکومت د پناه غوښتونکو او مهاجرینو مدیریت ښه پر مخ بیولی او په اینده کي به هم دا کار وکړي. میرکل ، چي خصوصأ ورباندي د اتحادي گوندونو له خوا چکچکي کیدلې ،وویل، ارقام ښيي، چي «دغه اقدامات بیځایه نه وه او بې له شکه یې ښه نتیجه ورکړې ده.»

میرکل زیاته کړه، داچي د صدراعظمي په حیث د هیواد د سیاسي مسایلو په هکله همیشه مسؤلیت لرمه، ډیره خوشاله یمه .»دې تاکید وکړ، چي«ډيره خوشاله یمه ، د داسي یوه مهم پُست مسؤلیت پرغاړه لرمه.»

میرکل اضافه کړه، چي د  ۲۰۱۵ کال او راوروسته کلونو د پيښو په باب طبعأ طرزدید یو د بل سره فرق کوي.