میرکل او مونتي پر ګډ کار کولو باندې ټینګار وکړ
۱۳۹۱ تیر ۱۵, پنجشنبهاعلان
اروپا باید سیالیو ته وهڅول سي، تر دغه شعار لاندې د ایټالیا صدراعظم ماریو مونتي او د المان صدراعظمې انګیل امیرکلؤ په روم کې سره یوې روغی جوړی ته ورسېدل. میرکل د مونتي سره په خبرو اترو کې وویل چې دوی دواړه مصمم دي چې د اروپا د اوسنیو مشکلاتو څخه به په ګډه سره راووزي.
البته تر داسي یوه شعار لاندې چی یوې خوا ته ئې یووالی او بلی خوا ته ئې پیوستون وي. مونتي د سیالیو له پاره د یوې ګډې پروژې پر رامنځته کولو ټینګار کاوه. تېره اونۍ په بروکسل کې د پورنو د اخیستلو پر موضوع د برلین او روم تر منځ ځیني کشمکشونه رامنځته سوي وو.