موټر په تېرو ۱۳۰ کالونو کې خپله بڼه څرنگه بدله کړې؟
۱۳۰ کاله پخوا تر اختراع کیدو راهيسې موټرو څومره بدلون موندلی او په کومه اندازه دغه نوښت چاپيريال ته بدلون ورکړی؟ په لندن کې د «نننۍ عصري نړۍ ته د چټکتيا ورکولو» تر سرليک لاندې د موټرو يو نندارتون دې پوښتنو ته ځواب لري.
موټر شوې ګاډۍ
دغه د لیږد وسیله چې په ۱۸۸۶م کال کې رامنځ ته شوې طرحه يې اوس هم د يوې ګاډۍ يادونه کوي، لومړنې موټر وو چې د کارل بینڅ له خوا خرڅلاو ته وړاندې شو. دا په اصل کې دوه سيټه موټر وو، چې ورسره يې مخکنې سيټ هم درلود.
ښکلی، لوکس او پکې په آرامۍ سره سفر
تر ۱۹۲۰م کال لسيزې، پورې پر موټرو د ګاډۍ طرحې يا بڼې حاکميت درلود. له دې کبله د آس ځواک (PS) اصطلاح ورته کارول شوې. نوي بڼه يې د نوي انجن په پايله کې رامنځ ته شوې، چې په مخکنۍ برخه کې موقعيت لری.
د هندارې د پاکونکي اختراع
د موټرو تخنيک مدام د پرمختګ په حال کې وو: د موټرو عرضه کونکو ځيني د پام وړ نووښتونه رامنځ ته کړل، ورسره د موتر د هندارې پاکونکې.
ځانگړی بڼه
د موټرو عصري کيدل د پيليږي. دلته يوه فرانسوۍ مجلې د تاترا ۷۷ په نوم موټرو له پاره تبلیغ کوي چې ۱۹۳۴م کې بازار ته راغلې وو. د چيکي فابریکي دا توليد د خپلې ځانگړې بڼې له کبله ډېر مشهور شو.
پر دريو ټايرونو مخکې تگ
موټر جوړونکي Fritz Fend دري ټاير لرونکی موټر د الوتکي د کوکپټ د جوړښت له مخې جوړ کړ. دا يو ډېر چټک موټر وو.
جنګي جټ پر سړک
د جټ الوتکي په څير موټر چې "Firebird" نوم ورته ورکړل شوی وو، د خپلې په زړه پورې طرحې سره چې په ښي او کيڼ اړخ کي یې وزرونو درلودل، نورې ټولې طرحې تر شا پريښودې. د ۱۹۵۳م کال کې دې موټر ته د راتلونکي د لرليد په توگه کتل کيدل او له بې شميره تخنيکي نوښتونو ډک وو.
ډله ایز توليد
د موټرو صنعت تر بل هر صنعت څخه زيات د اتومات کيدو سره مخامخ شو .د شلمي پيړۍ په پيل کې د امريکايی اختراع کونکي رانسمن ايلي اولد د ډله ایز توليد له اختراع سره د موټرو په صنعت کې هم په ډله ایز توليد پېل وشو.
سينګار شوي نانځکه
د موټر پر بانټ دغه ځانګړې سمبول په کال ۱۹۲۵م کې René Lalique له خوا د فرانسې د سيتروين موټرو له پاره ډيزاین شوې وو. دغه فيګور ویکتوريا نوميږی، سريې له اوږدو ويښتانو سره داسې جوړ شوې،چې نه نارينه دې او نه ښځينه. موټر چلوونکی د موټر د سرعت د کم او زياتولو سره د دغه سر د ويښتانو رنگ ته تغير ورکولی شي او په دې توگه د موټر سرعت کم او زياتولی شي.
برقي پيکپ
دغه ډيزاين شوې زره پوش په څير موټر، حتي SUVs پلويان بايد خوشاله کړي. دغه موټر ښايي له پورشه موټر څخه زيات سرعت ولري.
د موټر له ټکر څخه ژوندي پاتېدونکی
دغه فیګور«گراهم» نومیږي چې پرته له کومې ستونزې د موټر له ټکر څخه ژوندې پاتې کيداي شي. دا مجسمه د هنرمند پيتيريشیا پيکنينيني له خوا ډيزاين شوي او د ترافيکي ټکر د جراحۍ له خوا جوړه شوي چې سر یې د موټرسايکل چلونکو د خولۍ په څير دې. دا او ورته ډير څه د ۲۰۲۰م کال تر اپريل مياشتې پورې د لندن په ويکتوريا موزيم کې ليدل کيداي شي.