1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي: که وغواړو په لسو ورځو کې پاکستان ته ماتې ورکولی شو

۱۳۹۸ بهمن ۱۰, پنجشنبه

لومړي وزير نريندر مودي ويلي دي چې له هند سره په تېرو دريو جگړو کې پاکستان له «ماتې سره مخ» شوی دی او که بل وار کومه جگړه وشي نو پوځونه به دغه هيواد ته په يوه اوونۍ يا لسو ورځو کې ماته ورکړي.

https://p.dw.com/p/3X0cb
Narendra Modi Fashion Hut
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Das

د هند لومړي وزير نريندر مودي په نوي ډيلي کې د پوځي روزنې دولتي پروگرام «نيشنل کيدت کورپس» په يوه غونډه کې د وينا پر مهال وويل چې پر پاکستان تر دوو هوايي بريدونه وروسته اوس نه يوزاې په جمو او کشمير، بلکې په ټول هند کې امن دی او په هیڅ ځای کې هم ترهگريزه پېښه نه ده شوې. هغه وويل: «ترهگري مو تر ډېره ځپلې ده.»

د لومړي وزير اشاره د ۲۰۱۶م کال په سبتمبر مياشت کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې «د ترهگرو پر احتمالي پټنځايونو او د تېر کال په فیبرورۍ میاشت کې په بالاکوټ کې د تندلارو پر پټنځایونو» هوايي بريدونو ته وه. هند ادعا کوي چې دغه دواړه عمليات یې په کشمير کې د هند پر پوځ او نيمه پوځي ځواک د ځانمرگي بريدونو په ځواب کې کړي ترسره کړي ول.

نريندر مودي وويل چې پاکستان له تېرو څو لسیزو راهيسې په جمو او کشمير کې «نيابتي جگړه» پر مخ وړي چې په زرونه ملکيان او د امنيتي ځواک غړي پکې وژل شوي دي، خو د هند پخوانيو حکومتونو د سرحد بلې غاړه ته د پوځي عمليات اجازه نه وه ورکړې.

مودي د خپلې وينا په ترڅ کې زياته کړه: «خلکو [مخکنو سياستوالو] خو ويناوې ډېري کړي دي، خو کله چې ترې پوځ د عملیاتو اجازه غوښتې نو هغه یې رد کړې ده. خو نن يې هيواد له يوه ځوان فکر سره پرمخ روان دی نو له همدې کبله ترهگرو ته د درس ورکولو له پاره د هغوی کور ته په داخليدو مو هلته هوايي بريدونه وکړل.»

لومړي وزير وويل چې کشمير د هند سرتاج دی او له لسیزو راهيسې يې روانې ستونزي حلول د حکومت مسئوليت وو چې په ښه شان سره یې حل کړي دي. هغه زيات کړه: «آیا موږ د هند ځوانانو ته کشمير د ترهگرو د ځالې په توگه ورکول غواړو چیري چې بې گناه خلک وژل کيږي او د هند بيرغ ته سپکاوی کيږي او موږ دې ورته په چپه خوله کتلي، نه هیڅکله نه.»

نريندر مودي د تیرکال په اگست میاشت کې د جمو او کشمير د ځانگړي حيثيت د ختمولو په اړه وويل: «دا يوه موقتي ستونزه وه خو څو لسيزې يوه حکومت هم د دې د حلولو جرات ونه کړ. د ځينو خلکو پکې سياسي گټې وې او ټول د رایو د بانک سياست وو.»

سیاسي څارونکي وايي چې د ۲۰۱۶م کال د سبتمبر او ۲۰۱۹م کال د فيبرورۍ احتمالي بريدونه له دې کبله مختلف ول چې په لومړي ځل د يوه هيواد سياسي مشرتابه د دې عملياتو مسئوليت منلې وو او نړۍ ته یې د دې خبرې د روښانولو هڅه وکړه چې هند کولی شي د پاکستان له ملاتړه برخمنې ترهگرۍ ته اغیزمن ځواب ورکړ.

څارونکي دا هم وايي چې د هند له خوا تر دواړو هوايي بريدونو وروسته د پاکستان په برخورد کې بدلون راغلی دی او دغه گاونډي هيواد په دې پوهیدلی دی چې د هند حکومت به نور د ترهگریزو بريدونو له ځوابه ډډه ونه کړي.

دا هم د پام وړ ده چې د هند نوي لوی درستیز جنرال منوج مکند نرواني د جنورۍ پر۱۱ نیټه د خپلې نوې دندې د پېل پر وخت له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې که حکومت امر وکړي نو پوځ یې چمتو دی د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير هم تر خپل کنترول لاندې راولي.

هغه ويلي ول: «تر کومه چې د پاکستاني کشمير خبره ده، پارلمان څو کاله مخکې د يوه پريکړه ليک د تصويبولو پر وخت ويلي ول چې د پخواني جمو او کشمير ټوله سيمه د هند برخه ده. که پارلمان کله وغواړي چې دا ټوله سيمه دې زموږ شي او موږ ته لارښوونه وکړي نو موږ به بې له شکه د دې له پاره لاس په کار شو.»

جاويد اختر، نوي ډيلي

زموږ له آرشيف څخه: