مهم خبرونه په متن او غږ کې
مهم خبرونه په متن او غږ کې
د ملګرو ملتونو سازمان مشر د ایران د اټومي موافقې ملاتړ کړی
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، له ایران سره د اټومي موافقتنامې د لغوه کولو په اړه خبردارې ورکړی دی. ګوتیرش «بی بي سي» ته ویلي دي له ایران سره د امریکا متحدو ایالاتو، روسیې، چين، بریتانیې، فرانسې او آلمان تړون یو مهم دیپلوماتیک بریالیتوب ګڼل کیږي. خو له ایران سره د لا زیاتو خبرو اترو له پاره ښه دلایل موجود دي، ځکه سیمه په یو خطرناک وضعیت کې ده.
د بیان د آزادۍ ورځې یادون
سیاستوالو او فعالانو د بیان د آزادۍ د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، وویل چې په نړیواله کچه ژورناليستانو خپل ژوند او خپله آزادي په خطر کې اچولې ده. د آلمان د پارلمان رئيس ولفګنګ شویبله، خبرداری ورکړ چې په هدفمندانه ډول د رسنیو پر اعتبار برید، دیموکراسي له خطر سره مخامخ کوي. نن د پنجشنبې په ورځ په نړیوۍ کې د بیان د آزادۍ ورځ لمانځل کیږي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر افریقا ته د همکارۍ ډاډ ورکړ
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، غوښتنه کړې ده چې د نړۍ په نورو سیمو کې پر بحرانونو سربیره باید افریقا له پامه ونه غورځول شي. ماس، له افریقایې اتحادیې څخه د لیدنې پر مهال د اتیوپیا په پلازمېنه آدیسه آبابه، کې وویل چې آلمان په ځانګړي توګه د امنیت او اقتصادي پراختیا په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی. افریقایې اتحادیه په مجموع کې ۵۵ غړي لري.
په سومالیا کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې آلمانی کارکونکی تښتول شوی
د سوماليا په پلازمېنه موګادیشو کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې یوه آلمانۍ کارکوونکې تښتول شوې ده. د سره صليب نړیوالې کمیټې ویلي دي چې پر اندیښنو سربیره، د تښتول شوي کارکونکي د آزادولو له پاره هڅې روانې دي. په سوماليا کې د بهرنیانو تښتول کومه نوی خبره نه ده. د بی وزلۍ، قحطۍ او دولتي جوړښتونو د نشتوالي سربیره خلک د الشباب نیمه ملیشه اسلامیستي ډلې له ګواښ سره مخامخ دي.
لومړنۍ الکترونیکي تذکره ولسمشر غني ترلاسه کړه
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړۍ الکترونیکي تذکرې په ترلاسه کولو سره دغه لړۍ رسماً پيل کړه. په عین وخت کې اجرائیه مشر عبدالله عبدالله د تذکرو د لړۍ له پيل سره خپل مخالفت اعلان کړی دی. په نوې الکترونيکي تذکره کې د تابعیت، مذهب او د قوم نوم ذکر شوی دي، کوم چې د تذکرو د ویش پر وړاندې یو له عمده خنډونو څخه وو.