مهم خبرونه په انځور او متن کې
داعش په ننگرهار کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي
د ختیځ ولایت ننگرهار په اچین ولسوالۍ کې وسله والو چې ځان د «اسلامي دولت» ډلې یا داعش سره تړلې بولي، د پولیسو پر څو پوستو بریدونه کړي. د اچین ولسوال حاجي غالب د فرانس پریس خبري آژانس ته وویل چې د پولیسو پر تر لسو پوستو یرغلونه سهار وختي پیل شول. ده زیاته کړه چې دا په ننگرهار کې د داعش جنگیالو لومړي همغږي شوي یرغلونه دي. خو نوموړي د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.
د ترکېې ساحل ته نزدې ۱۷ مهاجر ډوب شوي
د ترکیې د خبري آژانس انادولو په حواله د دغه هیواد ساحل ته نزدې ۱۷ مهاجر ډوب شوي دي. انادولو د اړوندې سیمې د گورنر امیر چیچک په حواله خبر ورکړې چې د دغه مهاجرو کښتۍ د یونان د کووس ټاپو پر لار غرقه شوې ده. زیاته شوې چې ۲۰ تنه ژوندي ژغورل شوي دي. د کډوالۍ د نړیوالې ادارې په حواله تر اوسه یونان ته ۳۰۰ زره مهاجر چې زیاتره یې سوریايي دي، یونان ته رسیدلي دي.
بیت المقدس کې د حرم شریف په ساحه کې نوي اخ و ډبونه
په بیت المقدس کې د حرم شریف په ساحه کې یو ځلي بیا د مخ پټو فلسطیني ځوانانو او اسراییلي پولیسو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته شوی. د پولیسو یوه ویاند وویل چې دوی د فلسطینانو له خوا د ډبرو د گوزارونو په ځواب کې هغه نارنجک وکارول چې ډیره رڼا او لوړ غږ لري. د حرم شریف په ساحه کې د دوه اوونیو راهیسې اخ وډب دوام لري چې د یهودانو د نوي کال د لمانځلو د مراسمو په تړاو پیل شوې وو.
میرکل د نیویارک د سفر پر وروستۍ ورځ گڼ ملاقاتونه لري
د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل به نن، یکشنبې نیویارک ته د خپل سفر پر وروستۍ ورځ د فلسطنیانو د خپلواکمنې ادارې د مشر محمود عباس، د اوکراین د ولسمشر پیترو پوروشینکو او د تونس د لومړي وزیر حبیب الصید سره وگوري. سربیره پر دې په پام کې ده چې نوموړې به ښځو ته د مساوي حقوقو د ورکړی په اړه د چین د ولسمشر شي جین پینگ او د ملگرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون سره د یوه گردي میز په خبرو کې گډون وکړي.
د هسپانیې په شمال کې برخلیک ټاکونکي سیمه ییز انتخابات
د هسپانیې د کاتالونیا سیمې اوسیدونکي نن په بارسیلونا کې د سیمه ییز پارلمان له پاره د وخت تر مخه ټاکنو ته راغوښتل شوي . په اصل کې دا ټاکنې یوازې د ۱۳۵ استازو د ټاکنو په موخه دي خو د کاتالونیا لومړی وزیر ماس دې ټاکنو ته د هسپانیې څخه د دې شمال ختیځې سیمې د جدا کیدو په اړه د یوې ټول پوښتنې په سترگه گوري. د بري په صورت کې به دوی دغه قوي اقتصاد درلودونکي سیمه په ۱۸ میاشتو کې خپلواکه اعلان کړي.
چین د بې وزلو هیوادونو سره د ۱۲ ملیارد ډالرو د مرستې ژمنه وکړه
د نړۍ دوهم ستر اقتصاد چین په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ م کال پورې د نړۍ په بې وزلو هیوادونو کې د لوږې او غربت د له منځه وړو له پاره ۱۲ ملیارډ یورو ورکړي. د چین ولسمشر شي جین پینگ د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر وخت وویل چې یو اړونده صندوق چې په لومړي سر کې به دوه ملیارد ډالر ولري، د ملگرو ملتونو له خوا د دوامدارې ودې له پاره د ټاکل شویو اهداف په عملي کولو مصرف شي.
فرانسې په سوریه کې هوایي بریدونه کړی
فرانسې د سوریې د جگړې له پیل راهیسې په لومړي ځل دغلته د «اسلامي دولت» ډلې پر ترهگرو ملیشو هوایي بریدونه کړي. په پاریس کې د ولسمشرۍ ماڼې له خوا ویل شوي: « مونږ به هر وخت بمباري وکړو چې زمونږ ملي امنیت په خطر کې وي.» خو د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د دغه بحران د یوه داسې حل د موندلو غوښتنه شوې چې ټولو خواو ته د منولو وی.